ارګ: د پروني ځانمرګي برید پړه پر طالبانوغورځولې
خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو په دې وروستیو د هوکړو خلاف خپل بریدونه زیات کړي چې امله يې زموږ هېواد چې ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي شهیدان او ټپیان سوي دي
اعلامیه وايي چې طالبانو د کمال خان بند پر تاسیساتو،کابل کې د ځان مرګي برید او غني روضه کې د سړک غاړې ماین په پیښه وښودله افغانستان کې سوله نه غواړي اعلامیه وايي” د سولې مشورتي لویې جرګې د پریکړو او د ۶۱۰۰ طالب بندیانو د خلاصون د تائيد او د جګړې او وینې بهېدلو د پایته رسولو په خاطر د افغانستان د خلکو، دولت او بین المللي ټولنې د مکررې غوښتنې باجود او دا چې طالبان دایمي اوربند ومني او له جګړې او تاوتریخوالي دې لاس واخلي، زموږ خلک تر اوسه هم د دوی د نامشروع جګړې او تاوتریخوالي د دوام شاهد دي”
د کابل پروني ځانمرګي برید کې ۸۴ عامو خلکو ته مرګ ژوبله وا وښته چې پکښي ۲۴ کسه شهیدان او ۶۰ کسه نور ژوبل سول له همدې سره تر خوا تیره ورځ غزني کې د سړک غاړې ماین چې د طالبانوله لوري ځای پر ځای سوی وو، د ښځو په ګډون ۸ ملکي کسان شهیدان کړل همدارنګه نن د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د طالبان د یوه توغول سوي هاوان کې د یوې ښوونځۍ څنګ ته لګیدلی دوه زه کوونکي اویوښوونکی سخت ژوبل کړي
طالبان ملکیانو ته له مرګي ژوبلي اوښتلو وروسته چپ پاتي دي هغوی د دې ټولو پیښو ترخوا نورو جنایتونه هم کړي چې د هلمند جګړې پر مهال يې د کجکي بند ډیری توکي چور کړي او له ځان سره وړي همداشان يې دوه ورځې وړاندې نیمروز کې د کمال بند باندې برید کړی چې پایله کې يې دې بند ته زیان اوښتی
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.