The news is by your side.

د طالبان یوه هاوان یو ښوونکی او دوه زده کوونکي ژوبل کړي

خبریال ویبياڼه/ د طالبانوله لوري لاهم ړانده بریدونه دوام لري په یوه تازه پیښه کې يې د ښوونځۍ یو ښوونکی او دوه زده کوونکي سخت ژوبل کړي له غزني ولایت څخه مالومات وايي چې په خواجه عمري ولسوالۍ کې یوې ښوونځۍ ته څېرمه د طالبانو له لوري یو توغول سوی هاوان ښوونځۍ ته څېرمه لګیدلی او یاد تلفات يې رامنځ ته کړي دي

د غزني ولایتي ویاند واحدالله جمعه زاده ویلي چې ټپیان تر درملنې لاندې دي دي خو حالت يې نازک دی د هغه په وینا شاوخوا درې بجې خواجه عمري ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري یو توغول سوی هاون یوې سیمه ییزې ښوونځۍ ته نژدې لګیدلی چې یو ښوونکی او دوه زده کوونکی يې سخت ژوبل کړی،

غزني ولایت کې تیره ورځ هم د طالبانو له لوري د سړک غاړې ماین د میرمنو په ګډون ۸ ملکي کسان شهیدان کړي ول، په وروستیو کې د طالبانو بریدونو کې د طالبانو له لوري ملکیانو سخته مرګ ژوبله اوښتې

تیره ورځ کابل کې خونړۍ ځانمرګي برید ۸۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې ارګ دستي په یوه اعلامیه کې وویل چې دا د طالبانوکار دی هغوی وویل چې طالبانو په دې وروستیو کې د عامه تاسیساتو د ورانولو ترڅنګ ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اړولې د هلمند جګړه کې د خلکو په وینا چې طالبانوله کورونو څخه ایستلي او له هغه ځایه یې پر افغان ځواکونو ډزې کړې چې په پایله کې  يې دوی بې کوره سوي او له سختو ستونزو سره مخ دي

پوښتنه داده چې طالبانو د سولې په درشل کې ولې تاوتریخوالي او سرغړونوته دوام ورکړی هغوی په خپلو بریدونو کې تر ډیره زیاته مرګ ژوبله ملکیانو ته اړولې چې د ښوونځیو، دزده کوونکو او ښوونکو په ګډون په دې بریدونو کې ښځې او ماشومان وژل سوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.