The news is by your side.

کابل: ځانمرګي برید کې د ښوونځۍ زده کوونکي هم شهیدان سوي

خبریال ویبپاڼه/ د کابل په شعیه میشتې سیمه دشت برچي کې تیره ورځ یوه ځانمرګي برید لسګونه کسان شهیدان او ژوبل کړل د کورنیو چارو وزارت د وروستیو مالوماتو له مخې په دې پیښه کې ۸۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په دې سیمه کې دا لومړی ځل نه دی چې داسې پیښي رامنځ ته کیږي دلته وړاندې هم په موبر بم او ځانمرګو  بریدونو کې  ښځي او ماشومان په نښه سوي وو.

د پروني برید کې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي هم شهیدان سوي د دې زده کوونکو ځینې انځورو خلکو د ویر او غم په توګه پر خپلو ټولنیزو رسنیو خپاره کړي وروستي مالومات ښيي چې په دې برید کې  ۲۴ کسان وژل سوي او ۶۰ کسه نور ټپیان دي

ارګ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا برید طالبانو کړی او د دې ترڅنګ يې په وروستیو ورځو کې دې ډلې عامه تاسیسات هم وران کړي چې هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دي

روانه میاشت د ملکیانو لپاره ښايي د دې کال تر ټولو خونړۍ میاشت وي ځکه د افغانستان په زیات شمېرولایتونو کې جګړې، د سړک غاړې ماینونه او موټر یم چادونې ترسره سوې.

د یوه راپور پر اساس یوازي تیره میاشت ۵۵۰ ملکي کساتو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، افغان دولت طالبان تورنوي  چې له هوکړو سرغړونه کوي او تل جګړه له ملکي میشتو سیمو کوي پرهمدې  مهال له هلمنده راپورونه وايي چې د تازه جګړو  له امله ۴۰ زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه سوي

هلمند کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه داسې خلک هم پیدا سول چې د خپلې کورنۍ ټول غړي يې له لاسه ورکړي هغوی وویل چې طالبان زموږ له کورنو پر افغان ځواکونو باندې بریدونه کوي تراوسه د دې بې ځایه سویو سره هومره مرسته نه ده سوې چې د یو څه وخت لپاره ورته بسنه وکړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.