هلمندیان له دولته څه غواړي!؟

خبریال وېب پاڼه/ هلمند کې جګړو یو ځل بیا زور اخیستی او په رسنیو کې د هلمند جګړه هره ورځ سر ټکی وي.

هلمند کې د تېرو څو ورځو څخه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده چې ډېری سیمې وسله والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

د هلمند نادعلې، نهرسراج، ناوې، چانجیر، باباجي او بولان سیمو څخه په زرګونه کورنې د جګړې له وېرې لښکرګاه ښارته راغلي، یاد بې ځایه شوي په لښکرګاه ښار کې پر څلور لارو باندي په سړه هوا کې ژوند کوي.

بې ځایه شوې کورنۍ وايې موږ په ډېر بد وضیعت کې ژوند کوو ماشومان مو د سړې هوا له امله ټول مریضان دي، توکي مو ټول د جګړې په لومړی کرښو کې پاتې شوي د ماښام لپاره ډوډۍ او هېڅ د ژوند کولو لپاره څه نه لرو او دولت هم زموږ ستونزو ته رسېدنه نه شي کولی.

راغلي مهاجر وايې موږ له دولته غواړو چې زموږ سیمو کې دې ژر تر ژره عمليات پیل کړي او سیمې د وسله والو طالبانو له شتونه پاکې کړي تر څو موږ د خپلو بچو سره یو ځای خپلو کورونو ته ستانه او په ارامه فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکړو.

یاد مهاجرین زیاتوي موږ ته دولت مرسته نه راکوي، کومې پیسې چې دوی زموږ لپاره په مرسته مصرفوي په جګړه دې مصرف کړي خو زموږ لپاره دي سیمې ازادې او دایمي امن کړي.

دوی وايې موږ ته چې خپلې سیمې ازادې او امن شي که دولت وغواړي، موږ د خپلو ځمکو د کښتونو څخه هر کال دولت ته مرسته ورکوو. خو کوم حق چې موږ د امنیت، روغتیا، اقتصادي پروژو او معارف لپاره پر دولت لرو دا حق دي راکړي.

بل لور ته بیا هلمند ته راغلي امنیتي چارواکې وايې زموږ د سیمو نیولو عملیات جریان لري، د خلکو په غوښتنه به سیمې تر پوره امنیتي پوښښ لاندې راولو.

دا خبرې تېره ورځ د افغانستان د ملي دفاع وزارت لوی درستیز محمد یاسن ضیا رسنیو ته وکړې.

ضیا زیاته کړه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره روزنه او وسلو مجهز شوي چې د هوايي ځواک په ملاتړ به په هغو سیمو کې عملیات تر سره کوي چې ښار ته زیات ګواښ پېښولی شي.

ضیا زیاتوي زموږ عملیات په چټکۍ روان دي دا چې ولسونه مو نیوکې لري ستونزه د ښخ شویو ماینونو ده چې په عامه لارو کې د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي دي زموږ د انجینرۍ ټیمونه د یادو ښخ شویو ماینونو په له منځه وړولو مصروف دي.

هلمند کې چې څو ورځي وړاندې جګړې زور واخیست د هلمند ولایتي چارواکو پښو لړزه واخیسته هر څه يې تر توان ووتل او جګړه تر مهار ووتله، رسنیو د ښار د سقوط راپورونه تر مرکزي دولت پورې ورسول. چې سم د لاسه يې د افغانستان ملي دفاع وزیر اسدالله خالد هلمند ته راغی دولت او ولس ته يې ډاډ ورکړ چې لښکرګا په هېڅ صورت سقوط نه کوي د خالد د تګ وروسته د هلمند جګړې د کابو کولو لپاره د دفاع وزارت لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت ارشد معین او د ملي امنیت ولایتي مرستیال هلمند ته راغلل.

د یادو چارواکو د راتګ سره سره لاهم د پر مختګ څرک نه لیدل کیږي.

وحیدالله عمرزاد هلمند

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More