The news is by your side.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې زیاتې کورنۍ جګړه کې بندې پاتي دي

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د جګړو له امله زیاتې کورنۍ کډوالي شوي او ځینې يې د دواړو لوریو د جګړې تر منځ په کلیو کې بند پاتې دي.

هغه کسان چې له کورونو وتلي وايي، چې ډک کورونه يې پاتې دي او اوس د سر پناه ځای هم نه لري.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چي د وسله والو شمېر زیات دی او دوی ته يې د خوندیتوب لپاره له کورونو څخه د وتلو ویلي، خو اوس يې ډک کورونه، ښځې، ماشومان، سپین ږیري، حیوانات او د انارو ډک باغونه پاتې دي.

دمګړی د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په تابین، ده لاهور، بابرو، خسرو، چهار غلبې، شیون او د رود د ها غاړې په ګڼو کلیو کي جګړه روانه ده.

د نورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ د صفر درې ځانګړې عملیاتې قطعې سرتېرې د جګړې کرښې ته ورغلي.

د سیمې خلک د سولې د مذاکراتو پر مهال دا ډول سختو جګړو اندېښمن کړي.

د کندهار ولایتي مسؤولین وايي، چې د وسله والو پر ضد يې پراخ عملیات پيل کړي او ډېر ژر به نیول شوي سیمې بېرته له وسله والو پاکې کړي.

د کندهار والي حیات الله حیات وايي، وسله والو د سولې د خبرو په جریان کې د عامه تأسیساتو د تخریب تر څنګ تر شل زیات موټر بمونه او پر ولسواليو ډله اییزې حملې کړي، خو دوی يې د مخنیوي لپاره لاس په کار دي.

وسله والو طالبانو په قطر کې د سولې له خبرو سره هم مهاله د کندهار په ارغنداب، شاولیکوټ، میوند او ژېړۍ ولسواليو کې جګړه پيل کړې او د دولتي حاکمیت لاندې سیمو د نیولو هڅه يې کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.