The news is by your side.

تېرو نهو میاشتو کې پر ښځو د تاوتریخوالي ٣٠٠٠ قضیې ثبت شوي

خبریال وېب پاڼه/ لویه څارنوالۍ وایي تېرو نهه میاشتو کې په افغانستان کې پر ښځو د تاوتریخوالي ٣٠٠٠ قضیې په عدلي او قضاسي ارګانونو کې ثبت شوي دي.

همدا راز په نهه میاشتو کې پر ١٧٣ افغان مېرمنو جنسي تیري شوي دي.

لویه څارنوالۍ وایي د تاوتریخوالي او په ځانګړې توګه پر ښځو د جنسي تیري ډېر قضیې په پلازمېنه کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د لمریز کال له پیل سره سم تر دې دمه په افغانستان کې کې هره ورځ یوه مېرمن د جنسي تیري قرباني ده.

لویه څارنوالۍ همدا راز وایي، په کاپیسا ولایت کې له یوې مېرمنې سره د یو سراېري له لوري د جنسي تیري قضیې ته رسېدنه شوې ده، یاد سرتېري پر یوې څلور کلنې ماشومې جنسي تېری کړی وو چې د محکمې له لوري په شل کاله بند محکوم شو.

افغانستان د تاوتریخوالي له پلوه د ماشومانو او ښځو لپاره د نړۍ په کچه تر ټولو بد ځای دی.

د کرونا ویروس د خپرېدو او ترې د مخنیوي لپاره د قرنطین په موده کې د ښةو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې ډېرې شوې وې، چې له دې یې کم شمېر د ښځو مدافع او حقوقي بنسټونو او عدلي او قضایي ارګانونو سره شریکې شوې وې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance