The news is by your side.

فرانسې زرګونه پولیس د عبادت ځایونو د امنیت ساتنې لپاره ګومارلي

خبریال وېب پاڼه/ د فرانسې حکومت زرګونه پولیس د عبادت ځایونو او ښوونیزو مرکزونو د امنیت د خوندیتوب او ساتنې لپاره ګومارلي.

د فرانسې حکومت دا اقدام وروسته له هغې کوي، چې پرون د دغه هېواد په نیس کلسا کې یو تونسي بریدګر درې کسان په چاړه ووهل او ووژل شول. دا په روانه اوونۍ کې په فرانسه کې د بریدونو دویمه قضیه ده.

د فرلنسې ولسمشر امانوٸل مکرون پرونۍ پېښه اسلام پاله ترهګریزه پېښه بللې وه.

د فرانسې ولسمشر امانوٸل مکرون د نیس کلیسا پرونۍ پېښې د څېړنې لپاره یاد ښار ته سفر کړی.

تر دې وړاندې د فرانسې یو ښوونکی سامویل پټي د اسلام ستر يیغمبر او اسلام ته د سپکاوي کولو له کبله د یو ځوان په واسطه یې سر ووهل شو او و وژل شو.

نوموړي ښوونکي په یوه ټولګي کې زده کوونکو ته د اسلام ستر پیغمبر ته منصوب کاریکاټورونه نندارې ته اېښي وو، چې د یو چیچني وګړي له لوري ترې سر پرې شو، خو د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د ښوونکي سامویل پټي نه ملاتړ وکړ چې په غبرګون یې د نړۍ اسلامي هېوادونه د فرانسې او په ځانګړې توګه د ولسمشر مکرون پر ضد را پاڅېدل.

له هغې وروسته پرون د فرانسې د نیس ښار په یو کلیسا کې درې وګړي په چاقو ووژل شول او د فرانسې ولسمشر یو ځل بیا هغه پېښه اسلام پاله ترهګري بللې. او اوس مهال په فرانسه کې امنیتي تدابی سخت شوي او حکومت د عبادت ځایونو د امنیت خوندیتوب لپاره زرګونه ساتونکي ګومارلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.