The news is by your side.

کندهارکې نا امنۍ اارغنداب کې لاهم جګړه روانه ده

خبریال ویبپاڼه/ له هلمند ولایت له نا امنیو وروسته د کندهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د نا امنیو لړۍ پیل سوې د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ څخه راپورونه وايي چې د لته لاهم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري

ویل کیږي چې د ارغنداب ولسوالۍ یو شمېر سیمې هم طالبانو تر خپل کنټرول  لاندې راوستلې او لاهم جګړه روانه ده راپورونه وايي چې په دې ولسوالۍ کې لاهم د دریمې ورځې لپاره ده

د کندهار د پولیسو ویاند ویلي چې افغان ځواکونو د ارغنداب ولسوالۍ یو شمېر سیمې هم نیولې او لا يې هم عملیات دوام لري په دې جګړه کې سلګونه کورنۍ بې ځایه سوې او وايي چې له انارو ډک باغونه يې پریښي ځکه اوس د دوی د حاصلاتو وخت دی

د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکي وايي د تیرو څو ورځو را په دې خوا په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې سوې چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

دا خلک وایي چې له سختو ستونزو سره مخ دي، مخابراتي شبکې غیر فعال سوې دي، موټرونو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي، نو دوی اړ دي چې ساعتونه له خپلو ښځو او ماشومانو سره پلی مزل وکړي

په دې ولسوالۍ کې امنیتي مسؤلین هم ګواښ لوی بولي او له مرکزي ادارې د مرستې غوښتنه کوي  د دوی په خبره دا جګړې مرګ ژوبله هم لري خو کره شمېره یې په ګوته نکړه

هغه کسان چې له کورونو وتلي وايي، چې ډک کورونه يې پاتې دي او اوس د سر پناه ځای هم نه لري. د سیمې اوسېدونکي وايي، چي د وسله والو شمېر زیات دی او دوی ته يې د خوندیتوب لپاره له کورونو څخه د وتلو ویلي، خو اوس يې ډک کورونه، ښځې، ماشومان، سپین ږیري، حیوانات او د انارو ډک باغونه پاتې دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.