The news is by your side.

روانې  جګړې د سولې هیلي مړاوي کړې

خبریال ویبپاڼه/ له کله چې له هر عام افغان سره کښېنې ورسره مخ سې نو د یوه باخبره کس په توګه لومړی درڅخه پوښتي چې هغه سوله څنګه سوه؟ یعني له فرد فرد سره د سولې راتللو هیلې سته او غواړي هېواد ته سوله راسي هغوی هیڅکله فرمایش او په دولت کې د دندې شوق نلري خو له جګړې او وژنو خلاصون غواړي د عامو افغانانو دا اسانه هیلې عجبه دي

زه چې کله اوس ښار ته ولاړ سم دوکان کې کښېنم، مشرانو کشرانو او پاخه عمر خلکو سره کښېنم دوی اوس ویره لري دوی اوس هغه پوښتنې چې وړاندې يې راڅخه کولې نه کوي دوی وايي څومره انسانان وژل سوي؟ د څومره انسانانو کورنه وران سوي؟

د هلمند، د کندهار د ښکلې ارغنداب او په نورو ولایتونو کې روانو جګړو یو ځل  بیا ملت اندېښمن کړی او د هغوی سوله ییز فکر یې بیرته جګړه ییز کړی هیڅ یو ماشوم، سپین ږیری او د ټولنې هر فرد چې وي د سولې او پرمختګ خبره نکوي هغوی تل له ما څخه د راتلوونکو خطرونو او ګواښونو په هکله پوښتي له دې څخه مالومیږي چې د هر عام کس عام افغان هیلي د سولې په هکله مړاوي سوې او پر دې شکې سوی چې هېواد ته به ژر سوله راځي

خبره داده چې د دې ویرجنو زړونو له حاله طالب، دولت امریکا څو ک خبر کړي چې د خدای ج په روی نور پر دې ویرجنه خاوره باروت مه کاروئ نور وینې مه تویوئ هغوی يې نه مني هیڅکله د خپل ټوپک خوله له ملت څخه نه اړوي

په وروستیو کې ځانمرګو، د سړک غاړې ماینونو، هوايي بمباریو او جګړو زموږ هېوادوال په فزیکي او روحي شکنجه وکړول چې د سولې د ناوکۍ خیال پلو يې ترې هېر کړ، ځینو د افغان مرکه چي پلاوي تګ دوحې ته په هغه ورځ سوله وبلله ځینو یې د طالبانو نرمښت په یوه ساعت کې  د دې بدمرغي جګړې د پای ته رسیدلو په پال ونیوه، ځینو یې د امریکا بې طرفي  رښتینې وبلله او ځانګړي پروګرامونه يې له ځان سره لرل خو له دې ټولو کارونو څو ورځې وروسته هر څه هیر سول نه طالب نرم سو، نه دولت په خبرو کولو بریالی سو او نه هم امریکا بې طرف پاتي سوله

اوس که، دوحه کې  غونډه کیږي که امریکا استازی زلمی خلیلزاد سفرونه، کوي که دولت د مرکه چې پلاوی د بریا خبرې کوي او که طالبان د خپل نرمښت کیسه کوي هیڅ افغان پرې باور نکوي او نه هم لري. ما له نور محمده پوښتنه وکړه سوله خو راځي؟ نورمحمد: ههههه په ژوند مو ولاکه ولیدله سوله افغانستان دی د جنګ ځای دا خلک به جنګ چیري کوي؟

افغانان نه جګړه غوښتوونکي دي او نه هم سخت زړونه لري یوازي حالاتو او د خوږو فریبونو ترشا ترخې راتلوونکي دوی بې باوره او سخت زړه کړي

د سولې د اوسنۍ معاملې او خوږو درغو تر شا دوی یوځل بیا خپله تباهي ویني له اوږدې جګړې وروسته هر افغان یوازي په دې خوشحاله دی چې ارامي راسي په دې يې کار نلري چې جهموریت دی که امارت دوی یوازي غواړي چې خپل پاتي ژوند ارام تیر کړي دوی یوازي غواړي چې بې پوښتنې و نه وژل سي څوک ترې خپل حقوق ونه خوري او د اولادونو راتلوونکی يې  تضمین سي

له کله نه چې یو ځل بیا د جګړې تنور ګرم سوی او هره ورځ انسانان پکښي کبابیږي د عامو افغانانو هیلې د سولې راتللو ته مړاوي سوي او اوس په هیڅ یوه لوري د یوه رښتینې مدافع په توګه باور نلري هغوی وایي یوازي الله ج کولای سي چې په افغانستان کې سوله راولي عام افغانان اوس پر انسانانو او ان پر خپلو ځانونو باور نلري.

نو اې جګړه کوونکو تاسو هر یو يې د ملت د مدافع او ملت ته د هوسايي خبره کوئ د ملت هوسايي په ارامي او جګړه پرېښودلو کې ده د ملت لپاره هغه اتل دی چې جګړه يې پرېښوده!

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.