. مسولین : کندز کې به وسلوال طالبان سخت وځپل شي .

 

خبریال ویب پاڼه / د کندز ولایت په ځني سیمو کې وسله والو طالبانو د تیرې شپې راهیسې پر یو شمیر امنیتي پوستو بریدونه کړي.

د تیرو څو ورځو څخه د کندوز ښار اړوند کله ګاو او کنډک عنایت سیمو کې وسلوال طالبان پر افغان ځواکونو تعروزي حملې کوي چې د مسولینو په وینا د افغان امنیتي او د فاعي ځواکونو د سخت غبرګون سره مخ کيږي .

یادو سیمو ته د وضیعت  ارزولو لپاره د کندز والي عبدالستار میرزکوال د ملي امنیت ریس او امنیه قومندا ورغلي او د یادوسیمو څخه يې د نږ دې لیدنه کړې .

د کندز والي د یادو سیمو اوسیدونکو ته ډاډ ورکز چې وسلوال طالبان هیڅ کله دې سیمو ته د راتګ امکانات نه لري او افغان ځواکونه په پوره میړانه د خپل ولس څخه دفاع کوي .

والي زیاتوي  پر یو قوي پلان مو کار پیل کړی چې چې د یاد پلان په تطبق سره به طالب وسله وال طالبان وځپل شي.

په ورته وخت کې  د کندوز امنیه قوماندان جنرال حق نواز حقیار ویلي، په کندز کې به وسله وال طالبان هېڅکله ونه توانېږي ،چې د خلکو امنیت وګواښي.

قومندان زیاتو زموږ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا توان لري چې دخپل خاوري او ولس څخه په میړانه دفاع وکړي ، قومندان د سیمي له اوسیدونکو څخه غوښتنه کړې چې د خپل وسلوال پوځ ملاتړ وکړي او د هريې ورانکارۍ په لیدو امنتي ځواکونو ته خبر ورکړي ، چې په دې سره به هم سیمه کې جګړه نه پیلیږي او نه به د یادوسیمو څخه ولسونه مهاجر کیږي .

په ورته وخت کې د یادو سیمو اوسیدونکو د کندز والي او ټولو چارواکو مننه وکړه چې د یادو سیمو د امنیت ارزولو په موخه راغلي او د نږ دې څخه يې د خلګو ستونزي واوریدلې .

د یادو سیمو اوسیدونکو هم دولتي چارواکوته ډاډ ورکړ چې د خپل افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به هر ډول همکاري کوي .

هیره دي نه وي چې د کندز په شمول د هیواد په ځینو ولایتونو کې سختي جګړې رواني او ولسونه يې د سختو ستونزو سره مخ کړي .

 

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More