د هلمند یو شمیر اوسیدونکي وایې د رواني جګړې پر مهال د ولسي وګړو ژوند ته هیڅ ډول پاملرنه نده سوې

خبریال ویب پاڼه / د هلمند ولایتي بُست روغتون کې د رواني جګړې ډیری قربانیان بستر دي چې یاد قربانیان وايې د جګړې دواړه لوري د ولسي وګړو ژوند ته پاملرنه نه کوي.
د هلمند یو شمیر اوسیدونکي وایې د رواني جګړې پر مهال د ولسي وګړو ژوند ته هیڅ ډول پاملرنه نده سوې او لسګونو ولسي وګړو ته مرګژوبله اووښتې .
د یادو قربانیانو د کورنۍ غړي وايې موږ د جګړې سره سره خپلو مریضانو او غربت ډیر زورولي یو چې د دې ټولو ستونزو یواځنی لامل جګړه ده او موږ ټول ولسونه د جګړې ستړي یو .
یاد کسان وايې تل په جګړه کې ولسي وګړو ډیره قرباني ورکړې . دوی زیاتوي زموږ په ټول هلمند کې داسي کورنۍ نسته چې د خپلي کورنۍ یو غړی دې له لاسه نه وي ورکړی .
یاد کسان زیاتوي موږ نو د جګړې ستړي یو او د جنګ پر دواړو غاړو دا ږغ کو چې نور دي سوله وکړي او زموږ خوږ ژوند دي نه تریخ وي چې هره ورځ مو کډه په شا او د لښکرګا په کوڅو کې ژوند کو .
بل لوربیا ته د بُست ولایتي روغتون امر ډاکټر زلمی پښتون وایي: پدې روغتون کي تر دې مهاله ۶۴ ژوبل شوو کسانو درملنه سوې ده. چې لاهم هره ورځ د جګړو له سیمو زخمیان راوړل کیږي .
پښتون زیاتوي موږ ډیر کم امکانات لرو خو بیا هم مو د هلمند هیڅ وګړی نه دي ځواب کړی د خپل توان مطابق مو درملنه کړې او د هلمندي ولسونو روغتیا مو دځان لپاره فرض ګڼلې .
یاد روغتون ته راغلي قربانیان د جګړې دواړه لوري د ولسي وګړو په مرګژبلي تورنوي او زیاتوي چې د جګړې پر مهال د خلکو ژوند ته هیڅ ډول پاملرنه نده سوې.
دوی زیاتوي د ولسي وګړو پر مخ لاري تړل سوي، اوس چې یوازي پر خپلو ټپیانو پوښتنه کوي، مجبوره دي، چي درې څلور ساعته مزل وکړي.
وحید الله عمرزاد هلمند