The news is by your side.

د بین لافغاني خبرو د پیل لپاره ۵ هېوادونه منځګړیتوب کوي

له تیرو شاوخو څو اونیو راهیسې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی قطر کې دی تر څو له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښينې هغوی یوله بل سره د تماس ډلې وټاکلې خو تراوسه دوی په دې نه دي توانیدلي چې یو له بل سره مخامخ خبروته کښیني

خو اوس د دې  خبرو د پیل لپاره ۵ هېوادونه منځګړیتوب کوي ترڅو بین لافغاني خبرې پیل سي د افغانستان د ملي روغي جوړي شورا څخه یو شمېر سرچینې وايي چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې د خبرو د بن بنست څخه د وتلو لپاره د قطر هېواد په ګډون پنځه نورو هېوادونه منځګړیتوب کوي

د مصالحې شورا د اوس لپاره د سولې خبرې دریدل بولي او د پیل لپاره هیله لري دغه منځګړیتوب به، قطر، جرمني، ناروې، اندونیزیا او ازبکستان وکړي

تراوسه پوري د دولت او طالبانو د تماس ډلو غونډو نتیجه نه ده ورکړې د مصالحې شورا دغه سرچینه وايي چې د طالبانو او دولت مرکه چي پلاوی د تماډلو غونډې دریدلې خو د دولت مرکه چې پلاوي غړي يې نه مني

تراوسه پوري افغانستان کې نه هم د سولې څرک مالوم سو او نه هم د خبرو عام افغانان په دې نظر دي چې د سولې لپاره باید په رښتیني ډول سره ګامونه پورته سي او لومړی  باید اوربند وسي خو طالبانو د اوربند کولو غوښتنه رد کړې او ویلي يې دي چې له ټولو طرفونو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي

په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو جګړو کې ملکي  خلک سخت و ځپل سول د کندهار له ارغندابه نژدې سل کورنۍ، او له هملند څخه د ۵۰۰۰ کورنیو د بې ځایه کیدلو راپورونه ورکول سول چې دا خلک هلته د بې کورۍ سره سره د خوراکي توکو له نشتوالي او نورو روغتیايي ستونزو سره مخ دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.