The news is by your side.

عمران خان: اتیایمه لسیزه کې بن لادن اتل وو

خبریال ویبپاڼه/ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي چې له زیات فشاره د افغانستان په جګړه کې ښکېل سوي دي چې دا ښه چاره نه ده

عمران خان ویلي کله چې په اتیایمو کلونو کې د شوروي پر ضد امریکا او پاکستان د بن لادن ملاتړ کاوه هغه مهال بن لادن اتل وو، هغه له شپيګل سره د افغانستان جګړه کې د ښکېلتیا مجبوریت بیان کړی چې د افغانستان جګړه کې  دخالت پر دوی باندې د امریکا فشار وو.

د پاکستان لومړی وزیر د پرویز مشرف دورې ته په اشاره ویلي چې نوموړی د امریکا فشار ته تسلیم او ځان یې د افغانستان په جګړه کې ښکېل کړ هغه دا اقرار هم کړی چې په اتیایمه لسیزه کې د افغان او شوروي جګړې پر مهال پاکستاني او امریکايي استخباراتو د بن لادن ملاتړ کاوه، خو کله چې امریکاکې د سپټمبر یو لسمې پیښه رامنځ ته سوه په دوی پسې يې هیڅ تړاو نه درلو، ځکه القاعده په افغانستان کې وه

عمران خان د خپلې مرکې په دوام ویلي پاکستاني دولت باید پوځ ته د افغانستان په جګړه کې د ښکېلتیا اجازه نه وای ورکړې، هغه پر طالبانو د خپل نفوذ خبره رد کړه

پاکستان اوس او تر دې وړاندې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کړې او د افغانستان په نا امنه کولو کې رغنده رول لري عمران خان په داسې  حال کې دغه څرګندونې کوي چې تمه د افغان سولې  لپاره د بین لافغاني خبرو د پیل کیدلو لپاره هڅې روانې دي او ډیری سیمه ییز هېوادونه په دې خبرو کې د پاکستان رول او رښتینولي خورا مهمه بولي، خو په دې کې شک نسته چې د پاکستان رول په دې خبرو کې مهم دی خو ستونزه داده چې پاکستان به په دې برخه کې هیڅکله رښتینی قدم کښې نه ږدي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.