The news is by your side.

د اکشى کمار او کريتي سنون د نوي فلم (بچن پانډى) ثبت کله پيلېږي؟

د اکشى کمار او کريتي سنون راتلونکى فلم (بچن پانډى) نومېږي، چې ښايي سږکال يې ثبت پيل شوى واى، خو د کورونا له امله يې ثبت ځنډېدلى دى، اوس تازه د دې فلم د ثبت په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

اکشى کمار چې په ګرځبندېز کې تر نرمښت وروسته يې د (بيل باټم) فلم ثبت په انګلستان کې پاى ته ورساوه، اوس په (پريتوي راج) فلم کې کار کوي او د دې فلم له کارونو بشپړېدو وروسته به په (اترنګي رى) فلم کې ثبت پيل کړي، چې په دغه فلم کې ورسره سارا علي خان او دهنش هم کار کوي او له دې فلم وروسته به د (بچن پانډى) فلم ثبت پيل کړي.

د ممبۍ مرر د راپور په وېنا، اکشى کمار په (بچن پانډى) فلم کې د يوه بدمعاش کردار لوبوي او کريتي سنون به په کې د يوې خبريالې په توګه راڅرګنده شي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دواړه به د (بچن پانډى) فلم لپاره د ٢٠٢١ کال په جنورۍ مياشت کې ثبت پيل کړي. دا ثبت به دوه مياشتې يا ٦٠ ورځې دوام وکړي، چې د هند په بېلا بېلو برخو کې به ترسره شي.

اکشى کمار او کريتي سنون د فرهاد سامجي له مشهور فلم (هاوس فل ٤) څخه وروسته يو ځل بيا په دې فلم کې يو ځاى شوي دي. د دې فلم د ثبت پر مهال به ټول احتياطي تدابير عملي شي.

فلم جوړونکو ځينو رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې د دسمبر په مياشت کې به د فلم د ټولو هنرمندانو او نورو کسانو د کورونا ټېسټونه وشي او همدا راز دوى به د څو ورځو لپاره کرنټين هم شي او له هغه وروسته به بيا دوى ثبت پيل کړي.
د يادولو وړ ده چې د ٥٣ کلن اکشى کمار د (لکشمي) په نوم فلم په روانه مياشت کې نندارې ته وړاندې کېږي، همدا راز د (سورياونشي) په نوم فلم يې هم بشپړ شوى دى، خو د کورونا له امله يې نندارې ته وړاندې کېدل تراوسه پورې پاتې دي. (بيل باټم) ثبت بشپړ شوى دى او د (اترنګي رى) او (پريتوي راج) ثبت روان دى.

٣٠ کلنه کريتي سنون چې په وروستي ځل په (پاني پت) فلم کې راڅرګنده شوې وه، اوسمهال د (ميمي) په نوم فلم کې کار کوي، چې ثبت يې روان دى او ښايي روان کال کې نندارې ته وړاندې شي، چې له دې وروسته به له اکشى کمار سره د (بچن پانډى) فلم ثبت پيل کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.