جو بایډن وايي، د ولسمشرۍ لپاره کافي رایې لر.

خبریال ویب پاڼه / داسې حال کې چې د یو شمېر مهمو رایې مرکزونو د رایو پایلې لا هم پاتې دي، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې دیموکرات کاندید جو بایډن وايي، څرګنده ده، چې د امریکا ولسمشرۍ لپاره کافي رایې ترلاسه کوي.

د مشي ګن ایالت پایلو کې د نوموړي ډېری رایو ترلاسه کولو له جوتېدو سره همهاله نوموړي په یوه لنډه وینا کې وویل:

”کله چې د رایو شمېرلو بهیر بشپړ شي، موږ باوري یو چې موږ به ګټونکي یو. ”

د اریزونا، جیورجیا، وسکونسن، پنسولوانیا ایالتونو د رایو له پایلو سره به تر ډېره حده د سیالۍ پایله څرګنده شي.

امريکايانو د نومبر پر درېيمه نېټه د ۲۰۲۰ کال ولسمشريزو ټاکنو لپاره خپلې رايې وکارولې. سږنيو ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوريپال ګوند لپاره اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ديموکرات ګوند لپاره جو بايډن سياليو ته ولاړ وو.

سپينې ماڼۍ ته د تلو لپاره د ۲۷۰ الکټورل کالج يا ټاکنيزو حوزو بريا په کار ده.

بايډن تراوسه (د برتانیا په وخت چهارشنبه ماخوستن) ۲۴۳ ټاکنیزو کالجونو کې مخکې او ټرمپ بيا په ۲۱۴ کې مخکښ دی خو لا تراوسه د سلګونه زرو رايو شمېرل پاتې دي.

د کورونا وېروس د وبا خپرېدو له امله سږنيو ټاکنو کې يو شمېر امريکايانو د پوستې له لارې هم خپلې رايې وکارولې، چې ولسمشر ټرمپ پرې نيوکه هم وکړه او د پوستې له لارې پر رايو اچولو يې د “درغلۍ” تور پورې کړ او په دې اړه يې سترې محکمې ته د تلو خبره هم وکړه.

د امریکا په بېلابېلو ايالتونو کې د پوستې له لارې د اچول شويو رايو د پايلو د اعلانولو وخت هم يو له بل سره توپير لري.

ځينو ايالتونو لکه فلوريډا او ايريزونا د نومبر له درېيمې نېټې مخکې د پوستې له لارې د اچولو شويو رايو د شمېرلو پروسه پيل کړې وه، خو د دې برعکس وسکونسن او پينسلوينيا کې د رايو شمېر وروسته پيل شو له دې کبله دلته د رايو پايلې په ځنډ اعلانېږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More