The news is by your side.

له پاکستان سره سوداګري کمزوري سوې

خبریال ویبپاڼه/ څه موده وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شول چې افغانستان او پاکستان خپلو منځو نو کې راکړه ورکړه او صادارت کم کړي دي ځکه اوس افغانستان دومره اړتیا نلري چې یوازي پاکستاني صادرات راوړي او کار ترې نه واخلي

افغانستان د ایران له لارې یوازي خپل زرګونه لارۍ توکي منځنۍ اسیا ته لیږدولي او ښايي له دې لارې يې ګټه هم کړې وي د پاکستان ریاستي بانک خبر ورکړی چې له افغانستان سره يې په صادراتي توکو د پام وړ کمښت رامنځ ته سوی

دا بانک وايي د تیرکال د  همدې مودې په پرتله روان مالي کال لومړیو دریو میاشتو کې د صادراتو برخه کې ۱۳،۹ سلنه کمبود راغلی د دې بانک دې راپور په ټوله کې  ویلي چې له افغانستان سره یې د صادراتو برخه کې کمبود رامنځ ته سوی په راپور کې راغلی سږ کال له جولای تر سپټمبره پاکستان افغانستان ته ۲۰۹،۸۶۸ میلیونه ډالره صادرات کړي خو تیرکال همدا وخت د صادراتو کچه ۲۴۳،۹۸۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلې وه

پاکستان افغانستان سره د سوداګري او راکړې ورکړې اوږده مخینه لري تر دې وړاندې افغانستان مجبوریت درلود هرڅه چې پاکستان پرې پیرل افغانستان راتللو او کله چې  به د پاکستان دروازه بندیدله او یابه هم کوم کړکیچ  رامنځ ته کیدی نو دلته به د خورا کي او نورو توکو بیې اسمان لوړیدلې خو اوس که د پاکستان له لوري دا چاره ترسره هم سي نو افغانستان کې ځکه د هیڅ شي قمت نه لوړیږي ځکه چې اوس دا هېواد یوازي پاکستان سره ټرانزیټي او  سوداګریزي اړیکي نه لري

پاکستان دا څرګندونې پر دا مهال کوي چې ایراني چارواکو د چابهار بندر د پرمختګ خبرونه ورکړي

د ایران د سوداګرۍ چارواکو په خبره چابهار بندر په خورا  چټکۍ سره د وده کوي او راتلوونکي کې به د اقتصاد برخه کې یوه لویه پانګه وي ددې ایراني چارواکو په خبره د لارو جوړیدو او  نورو امکاناتو په برابریدو سره په دې بندر کې سوداګریز فعالیتونه زیات سوي ځکه نو يې دې بندر ته وده ورکړې

ایراني چارواکو ویلي له افغانستان سره د صادراتو او ټرانزیټ برخه لاهم زیاتي اسانتیاوي رامنځ ته کیږي ایراني چارواکي  په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې څه مو ده وړاندې له دې هېواد سره د ټرانزیټ ډیریدلو خبر هم ورکول سوی وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.