The news is by your side.

 سیم باکس څه دي او څه رقم کار کوي ؟

سیم باکس Sim Box یاGSM Gateway په افغانستان کې مخابراتي کمپنیو او مشتریانو ته یو سرخوږی جوړ کړی !

 ایا کله مو لیدلي چې د بهرنیو هیوادونو څخه درته زنګ راشي خو د افغانستان شمیره وي ؟

 داسې شیانو سره به زما په ګډون ډیر تاسو مخ شوي یاستی چې درته د یو نا اشنا شمیرې څخه زنګ راشي چې شمیره هم د افغانستان وي ، خو چې کله ورسره خبرې شروع کړی پوه شی چې دا کس د بهرني هیواد څخه زنګ وهلی !

 دا مشکل اوس په ټول افغانستان کې په ټولو شبکو کې دی خو دا مشکل د مخابراتي کمپنۍ نه بلکې د Sim Box د استمالوونکو کار دی چې په دې ماشین سره مخابراتي کمپنۍ غولوي.

 سیم باکس څه دي او څه رقم کار کوي ؟

 دا یوه اله ده چې د کمپیوټر سره نښلیږي ، په شکل کې د شبکې د وړوکي سویچ په اندازه ده چې مختلف شمیر لرونکي سیم کارتونه په ځان کې ځای پر ځای کوي لکه ۶۴ سیم کارته سیم باکس ، ۳۲ سیم کارته سیم باکس ، ۱۶ سیم کارته سیم باکس او یا هم د سیم کارتونه ډیر شمیر والا هم پیدا کیږي او استمالیږي.

 هر سیم باکس د یوې خارجي کمپنۍ سره وصل شوی وي او هر سیم باکس یوازې د یوې مخابراتي کمپنۍ سیم کارتونه په ځان کې عیاروي. هغه خارجي کمپنۍ چې دا سیم باکس جوړوي یوه انټرنیټي ټیلیفوني یا VoIP to GSM خدماتو کمپنۍ وي چې د جی اس ایم یا عادي مخابراتي کمپنیوڅخه یې د خبرو کولو نرخ ډیر کم وي. دا انټرنیټي تلیفوني کمپنۍ د بهرنیو ټولو مخابراتي کمپنیو سره په اړیکه کې وي او هر هیواد ته د تلیفوني اړیکو نیولو قرارداد لري.

 د سیم باکس استمالوونکی په یوه داسې موقعیت کې وي چې چیرته چې د هغه نښه شوې شبکه کار کوي ، مطلب د هغه سیم کارتونه چې غواړي استمال کړي په سمه توګه سیګنل ورکړي. دا کس خپل سیم باکس د کمپیوټر سره نښلوي او همدارنګه یې د یوه تیز انټرنیټ سره نښلوي ، تر څو هغه اړیکې چې د سیم باکس جوړوونکې کمپنۍ ورته رالیږي په سمه توګه لاس ته راوړي او بیا هغه شمیر سیم کارتونه چې یې سیم باکس ته اچولي وي دې ته عیاروي تر څو په زنګ وهلو کې ستونزه رامینځ ته نشي.

 دا سیم باکس ځان د نږدې مخابراتي ټاور له BDS سره وصل کوي او د اړیکو لیږلو لار ځان ته هواروي، په دې توګه دا سیمکارتونه تل مصروف وي ، هر ځل ورته د اړیکه نیولو نوې وظیفه د سیستم له خوا ورکول کیږي او سیستم هم ورته پرله پسې اړیکې رااخلي او په سیمکارتونو فشار راوړي تر څو ترې اړیکه ټینګه کړي.

 نو په دې توګه د بهرني هیواد یوه اړیکه وړیا په انټرنیټ تر سیم باکس رارسوي او سیم باکس یې د سیم کارت په واسطه په اړوند شبکه لیږي او شبکه داسې غولوي چې دا یوه ریښتینې اړیکه په افغانستان کې ده ، او په تخنیکي لحاظ ریښتیا هم همداسې ده.

 که مونږ د مثال په ډول د هندوستان او افغانستان تر مینځ تلیفوني اړیکې نیول فرض کړو نو کله چې یو څوک هندوستان Vodafone سیم کارت څخه د افغانستان دMTN سیم کارت والا ته زنګ وهي نو هغه داسې یو پروسه صورت مومي چې اول د هند اوسیدونکی د خپل سیم کارت کمپنۍ نه د نمبر په ډایل کولو د اړیکې غوښتنه کوي ، په هند کې د هغه کمپنۍ سیستم پوهیږي چې دا کس افغانستان ته او په افغانستان کې MTN شبکې استمالوونکي ته اړیکه نیول غواړي ، نو Vodafone د افغانستان MTN کمپنۍ نه ددې اړیکې د نیولو غوښتنه کوي ، خو MTN بیا ددې اړیکې د نیولو په بدل کې یو مقدار پیسې د هرې ثانیې او یا دقیقې په بدل کې غواړي ، فرض به کړو چې ام ټي این هره دقیقه په ۷ افغانۍ د هغوی اړیکې د خپل سیم کارت استمالوونکي سره برقراروي.

 خو Vodafone بیا نه غواړي چې هره اړیکه یوه دقیقه په ۷ افغانۍ واخلي ، ځکه چې پورته یادې شوي سیم باکس جوړوونکې کمپنۍ او یا انټرنیټي خدماتو وړاندې کوونکې کمپنۍ ددوی هره دقیقه یوازې په ۵ افغانۍ ټینګوي، نو په دې وخت کې Vodafone د مشتري هغه ډایل شوې شمیره چې ام ټي این ته غواړي اړیکه ونیسي د افغانستان ام ټي این کمپنۍ ته نه لیږي بلکې همدې انټرنیټي تیلیفوني کمپنۍ ته یې لیږي. دا کمپنۍ بیا دا اړیکه په انټرنیټ تیلیفون VOIP تبدیلوي او په انټرنیټ یې دې سیم باکس ته رالیږي ، په سیم باکس کې دا اړیکه واپس د VOIP څخه GSM ته تبدیلیږي او په اتومات ډول د فعالو سیم کارتونو څخه په نښه شوې شمیرې ته زنګ وهل کیږي نو په دې وخت کې د ام ټي این سیستم داسې انګیري چې ګواکې دا اړیکه په داخل د افغانستان کې د یو سیم استمالوونکي لخوا نیول شوې ، او په دې ډول یې ام ټي این هم دا اړیکه په سالمه توګه خپل مشتري ته لیږي او خپل داخلي فیس ورباندې اچوي ، او هغه کس ته هم چې زنګ راغلی د هغه سیم کارت شمیره راځي کوم سیم کارت چې په سیم باکس کې ځای پر ځای شوی.

 خلک ولې سیم باکس استمالوي ؟

 دا یوه مهمه پوښتنه ده چې باید ځواب شي، سیم باکس استمالوونکي ځکه سیم باکس استمالوي چې هر دم افغانستان ته په لسګونو زره تلیفوني اړیکې راځي او ټینګیږي ، نو دا یوه ښه موقع ده ترڅو د سیم باکس استمالوونکي ددې فرصت ګټه واخلي او په داسې یوه حالت کې چې د افغانستان په قانون کې د ټیکنالوجۍ اکثره مادې نیمګړې او یا ندي جوړې ، په دې اړیکو تجارت وکړي او هغه ګټه چې مخابراتي شبکې یې لاسته راوړي دوی هم پکې ونډه واخلي.

 داسې به فرض کړو چې د سیم باکس کمپنۍ دوی ته د یوې دقیقې اړیکې لپاره ۵ افغانۍ ورکوي ، او دوی د لوکل سیم کارت په واسطه دا اړیکه په ۳.۵ افغانۍ ټینګوي او په هره دقیقه کې دوی ته ۱.۵ افغانۍ پاتې کیږي. اوس که چیرته یو سیم باکس د ۱۶ سیم کارتونو لرونکی وي او دا سیم باکس هره ورځ په نورمال ډول د ۴ ساعتونو لپاره اړیکې ټینګې کړي نو هر سیمکارت به ۲۴۰ دقیقې مزدوري کړي وي او ۲۴۰ x ۱۶ مساوي کیږي د ۳۸۴۰ دقیقو سره او اوس دې دقیقو ګټه سنجوو ، لکه څنګه چې په هره دقیقه کې ۱.۵ افغانۍ ګټي نو 3840 x 1.5 = 5760 دا هغه ګټه ده چې یو سیم باکس استمالوونکی یې کیدای شي په یوه وړوکي سیم باکس هره ورځ وګټي ، خو دا هم له یاده مه اوباسی چې دا سیم باکس په لسګونه زره ډالر قیمت لري او یو تیز انټرنیټ ته ضرورت لري چې هغه هم په افغانستان کې ارزان ندی.

 دا سیستم نه یوازې په افغانستان کې بلکې د نړۍ په ډیرو پرمختللو هیوادونو کې هم شته او په ډیرو هیوادونو کې دا ډول سیستمونه قانوني جواز هم لري ، او حکومت اجازه ورکړې تر څو د مخابراتي شبکو تر څنګ عادي انټرنیټي تجاران هم ګټه وکړي خو باید ټاکل شوې مالیه حکومت ته ورکړي.

 که چیرته ډیر ژور فکر وکړو دا غولول نه دي بلکې یو تجارت دی چې تر اوسه دا په ثبوت ندی رسیدلی چې ایا دا ګټه یې پاکه ده که ناپاکه. خو هغه دلایل چې یو حکومت یې پر ضد وړاندې کوي او ناقانونه یې ثابتوي هغه دا دي چې:

 1- د سیم باکس استمالوونکي ددې کار مالیه نه ورکوي

 2- د شبکې سره د اړیکو نیولو تاریخچه نه پاتې کیږي

 3- او د عادي اړیکو په پرتله د سیم باکس اړیکې کیفیت ټیټ وي

 په افغانستان کې هم د اترا ریاست د سیم باکس مخنیوی په ډیره کلکه کوي او داسې ویل کیږي چې دوی یو ډول ماشینونه هم لري چې د هغې په واسطه سیم باکسونه کشفوي او ځایونه یې پیدا کوي ، خو په تخنیکي لحاظ دوی یوازې دوامداره VoIP Call منع کړی د مثال په ډول تاسو نشی کولای چې د دوو ساعتونو زیات په دوامداره توګه په سکایپ کې خبرې وکړای دا ځکه چې که دومره خبرې مو وکړې اتومات ستاسو اړیکه د شبکې له لارې پرې کیږي او ستاسو موقعیت او مالومات د شکمنو کسانو لیست ته ځي.

 خو نړۍ ډیر پر مختګ کړی اوس دا رنګه اړیکې بیخي په VoIP شکل نه راځي بلکې په یوه ځانګړي سرور کې ډاټا ته تبدیلیږي بیا ډاټا سیم باکس ته راځي او سیم باکس یې د اړیکو په څیر جوړوي او لیږي یې.

 د سیم باکس پر ضد ډیرې کمپنۍ او ستراتیژۍ هم جوړې شوي چې د هغوي په پواسطه سیم باکس یوازې کار نه کوي او شبکه یې اړیکه پرې کوي ، خو د موندنې لپاره مې هیڅ داسې سالم دلیل پیدا نکړو چې یو څوک دې د سیم باکس موقعیت پیدا کړي ، په هغه حالت کې چې اړیکه په VoIP نه وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.