The news is by your side.

ولس ته د ژوب په جلسه کې د مشر منظور پښتین بلنه

خبریال وېب پاڼه – د لر اوبر افغان د سولې او هدفي وژنو د مخنیوي په موخه پښتون ژغورنې غورځنګ سبا د جنوبي پښتونخوا په تاریخي ښار ژوب کې د یوې پراخې جلسې تابیا کړې ده.

د لراوبر افغان د سولي ترڅنګ به په دې جلسه کې د ولس پر ځايي مسایلو هم خبرې کیږي.

د پښتون ژغوژنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ټولو پښتنو ته د ژوب په دې جلسه کې د ګډون بلنه ورکړه.

د مشر منظور پښتین، محسن داوړ، علي وزیر او د غورځنګ غړو د پښتین پر فېسبوک پاڼه په یو خپره کړې ویډیو کې د پښتونخوا ټولو ولسونو ته په جلسه کې ګډون اخیستلو بلنه ورکړې.

پښتین هم وایي، د ژوب په تاریخي ښار کې ی له جلسې موخه له جابرانو څخه د حق اخیستل، د لر او بر د افغان سولې لپاره غږ پورته کول، هدفي وژنو، ریاستي دسیسو، او د بلاک شویو پېژند کارتونو پر خلاف د غورځنګ تر سیوري لاندې لویه احتجاجي جلسه کول دي او په دې کې د پښتونخوا له ولسونو په پراخه توګه د ګډون کولو غوښتنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په لرې پښتونخوا کې یو ځل بیا د پاکستاني ریاست له لوري د پښتنو د ځورولو، نیولو او هدفي وژنو پېښې زیاتې شوي.

ویل کیږي د پاکستان په زندانونو کې ډېر یې پښتانه دي چې د پاکستاني ریاست له لوري په نا حقه نیول شوي او لا هم په بند کې ورځې شپې تېروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دا راز په افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو او پېښو په تړاو هم د احتجاجونو خبر ورکړی وو.

غورځنګ تر دې وړاندې پر کابل پوهنتون د برید په غبرګون کې هم په ژوندۍ بڼه احتجاج درلود او د افغانستان په مسایلو او سولې لپاره یې د لا نورو پراخو د احتجاجونو خبر هم ورکړی وو.

سبا یکشنبه د نومبر اتمه په ژوب کې د پښتون ژغوژنې غورځنګ لویه احتجاجي جلسه ده او له دې وروسته به د نومبر پر ١٥مه نېټه د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې به د خړ کمر د شهیدانو پر یاد پراخه غونډه ولري او د احتجاجونو لړۍ به له دې وروسته دوامداره شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.