The news is by your side.

بایډن ټرمپ مات کړ او د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې یې وګټلې

خبریال وېب پاڼه/ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نوماند جو بایډن پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رایو په کالج سیسټم کې په ٢٧٠ رایو مات کړ او د امریکا ولسمشرۍ څوکۍ یې وګټله.

د بایډن په بریا سره ټرمپ ١٣ ولسمشر شو چې له سره یې انتخاب له لاسه ورکړل او د څلورم نړیوال جنګ له پای راهیسې څلورم داسې کار کیږي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې په دې وروستیو کې ډېرې جنجالي شوې وې، لا هم ډونالډ ټرمپ د ټاکنو له پایلو سره مخالفت لري او ټاکنو کې د پراخې درغلۍ ادعا کوي.

ډېریو د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو وضعیت د افغانستان د هغې په څېر باله چې ولسمشر غني او عبدالله په کې سره په جنجال وو.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې جو بایډن او ډونالډ ټرمپ دواړه سر ستت سیالان ول او هر ټاکنیز کمپاین او غونډه کې به یې پر یو بل ملنډې وهلې.

ډونالډ ټرمپ څو څو ځلې پر جو بایډن سختې ملنډې وهلې وې او نوموړی یې د ولسمشرۍ وړ کس نه باله.

ډونالډ ټرمپ له ټاکنو وړاندې ویلي وو، که جو بایډن ترې ټاکنې وګټلې، نو دې ته به خورا د شرم وړ وي او ممکن د امریکا پرېښودلو ته اړ شي.

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې د جو بایډن بریا او د ولسمشر په توګه را ښکاره کېدل به یې د افغانستان پر وضعیت کوم اغېز ولري که نه، هغه پوښتنه ده چې راتلونکی به یې ځواب وایي!

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.