The news is by your side.

د امریکا نوي ولسمشر بایډن ته د افغان مشرانو مبارکي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایډن ته د بریا مبارکي ویلي.

ولسمشر اشرف غني جو بایډن او مرستیالې کاملا هریس په ټویټ پیاغم کې مبارکي ویلي، د امریکا او افغانستان د سټراټیژیکو اړیکو او بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا هیله کړې.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم جوبایډن او مرستیالې ته یې د ټاکنیزې بریا مبارکي ویلي.

دا راز د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزيد مبارکۍ تر څنګ هیله ښودلې چې بایډن به د افغانستان د سولې او روان وضعیت په تړاو غوره پالیسي ولري او د په راتګ سره یې د افغانستان او امریکا اړیکي لا وغوړیږي او پر افغان سولې به د بریا لپاره لا ډېر تمرکز وکړي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو پایلې تېره شپه رسماً اعلان شو چې کې د دیموکرات ګوند نوماند جو بایډن پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رایو په کالج سیسټم کې په ٢٧٠ رایو مات کړ او د امریکا ولسمشرۍ څوکۍ یې وګټله.

د بایډن په بریا سره ټرمپ ١٣ ولسمشر شو چې له سره یې انتخاب له لاسه ورکړل او د څلورم نړیوال جنګ له پای راهیسې څلورم داسې کار کیږي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې په دې وروستیو کې ډېرې جنجالي شوې وې، لا هم ډونالډ ټرمپ د ټاکنو له پایلو سره مخالفت لري او ټاکنو کې د پراخې درغلۍ ادعا کوي.

ډېریو د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو وضعیت د افغانستان د هغې په څېر باله چې ولسمشر غني او عبدالله په کې سره په جنجال وو.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې جو بایډن او ډونالډ ټرمپ دواړه سر سخت سیالان ول او هر ټاکنیز کمپاین او غونډه کې به یې پر یو بل ملنډې وهلې.

ډونالډ ټرمپ څو څو ځلې پر جو بایډن سختې ملنډې وهلې وې او نوموړی یې د ولسمشرۍ وړ کس نه باله.

ډونالډ ټرمپ له ټاکنو وړاندې ویلي وو، که جو بایډن ترې ټاکنې وګټلې، نو دې ته به خورا د شرم وړ وي او ممکن د امریکا پرېښودلو ته اړ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.