The news is by your side.

د کابل پوهنتون محصلین: د قلم شین رنګ په سور مه بدلوﺉ

خبریال وېب پاڼه/ نن د کابل پوهنتون لسګونو محصلینو پر یاد پوهنتون د تېرې اوونۍ د خونړي برید په غبرګون لاریون کړی وو.

محصلینو د لاریون پر مهال شعارونه ورکول چې د قلم شین رنګ په سور رنګ مه بدلوﺉ، موږ مه وژنﺉ، په یاد مو شمعې مه بلوﺉ، زموږ امنیت خوندي کړﺉ.

د کابل پوهنتون محصلینو د برید په تړاو د لې غورۍ له امله د امنیتي منسوبینو او عاملینو د نیولو غوښتنه وکړه.

دوی وویل، په برید کې ښکېل کسان دې ژر تر ژره ونیول شي، کنه نو پر درسي اعتصاب به لاس پورې کړي.

دوی د پرېکړه لیک پر لوستلو وغوښتل چې کابل پوهنتون کې دې امنیتي کمرې نسب شي، غیر مسؤوله وسله والو ته دې د دننه کېدو اجازه ور نه کول شي، په پوهنتون کې دننه دې د شهیدو شویو محصلینو پر نوم یو ځای جوړ یا ونومول شي او ترې پاتې شوي اثار دې په یو موزیم کې خوندي شي.

تېره اوونۍ د دوشنبې پر ورځ پر کابل پوهنتون ادد حقوقو په پوهنځي کې وسله والو برید وکړ او له اوو ساعتونو وروسته د درې بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

په برید کې له ٢٢ ډېر کسان شهیدان شول او له ٢٠ ډېر ټپیان شول، د قربانیانو کورنۍ امنیتي ارګانونه د برید په تړاو د بې غورۍ له امله تورنوي، د برید پر سبا امنیتي مسؤولین ونیول شول او څارنوالۍ ته ور وپېژندل شول خو د ولسمشرۍ ماڼۍ په امر بېرته ازاد شول.

د لوړو زده کړو وزارت هم له برید وروسته په تازه شپو ورځو کې وویل، چې د دولتي پوهنتونونو د محصلینو خوندیتوب لپاره به پر نوې امنیتي طرحې کار وکړي، چې دا طرحه به څو برخې ولري.

کار پوهان هم په پوهنتونونو کې د احتمالي بریدونو نه د محصلینو د خوندیتوب په موخه د خوندي خونو جوړول اړین بولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.