The news is by your side.

تېرکال هیواد کې په نرۍ رنځ پنځوس زره کسان اخته شوي‌

خبریال ویب پاڼه / نری رنځ یا توبرکلوز یوه داسيناروغي ده چې ګواښ یې ډېر زیات خو ځوږ یې له کرونا وایرس نه کم دی . دعامې روغتیا وزارت د شمیرو پر بنسټ هرکال په منځنۍ کچه لس زره کسان افغانستان کې په نري رنځ مري .‌

د رسمی شمیرو له مخې،  ۱۳۹۸ کال کې افغانستان کې نږدې درې پنځوس زره کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي وو، هغه شمیره چې افغانستان د هغو دوه ویشو هیوادونو په کتار کې راولي چې په نري رنځ د اخته شویو کسانو لوړه شمیره  لري.

د عامې روغتیا وزارت د نري رنځ د کنټرول برخې مسوول نورآقا زاهد  په وینا، د ورځې اویا تر سل کسان کابل کې د نرۍ رنځ د درملنې برخې ته مراجعه کوي.

نرۍ رنځ یا تبرکلوز هغه ناروغي ده چې کولای شي د هوا له لارې یو کس څخه بل کس ته ولیږدول شي چې معمولا پر سږو اغیزه کوي او هغه ملتهبوي او د سږو د ککړتیا له لارې، د بدن نورو غړو ته لیږدول کیږي.

د رپوټونو پر بنسټ، هرکال نړۍ کې لږ تر لږه نهه میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته کیږي او یو اعشاریه پنځه میلیونه کسان هم په دې ناورغۍ د اخته والي له امله هغه هم لږ عواید لرونکو هیوادونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې لا هم  د افغاستان زیات شمیر خلک  په دغه ناروغۍ د اخته کیدو او یا خپرېدو په اړه پوره پوهای نهلري.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي  چې د افغانستان ۴۰سلنه کلیوال خلک او ۳۴ سلنه د ښار اوسیدونکي نه پوهیږي چې نری رنځ د ټوخي له امله خپرېږي.

تېر کال په افغانستان کې په نري رنځ د ۴۸ زره کسانو اخته کېدو اندېښنې رامنځته کړي دي

په نړۍ کې د ټولو څخه زیات خلک په جنوبي افریقا، هند، اندونیزیا، چین، نایجریا او پاکستان کې په نري رنځ اخته دي. د ملګرو متلونو د معلوماتو له مخې د نري رنځ شپیته په سلو کې ناروغان په همدغو هیوادونو کې دي.

د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ ملګري ملتونه لا هم د یوې مرګونې ناروغۍ په توګه یادوي.

د تبرکولوز یا نريرنځ ناروغي د نړۍ له پر مخ تللیو هیوادونو ټوله شوې او ددغه ناروغيپه وړانديواکسین او هم داراز درملنه هم شتون لري .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.