The news is by your side.

مودي د ترهګرو کور ته ورننوځي، غني بايد څه وکړي؟

خبريال وېبپاڼه/ په افغانستان کې ځینې کسان په شعوري او يا هم په غیرې شعوري ډول د پاکستان د قوت تبليغ کوي، دوی وايي چې ای اېس ای داسې قوي ده، هغسې غښتلی ده، د افغانستان د خلکو هرڅه د ای اېس ای په نامه کوي، خو ددې کسانو څخه خلک دا پوښتنه نه کوي چې دا غښتلی ای اېس ای د هند په وړاندې ولې داسې بې وسه دی، د هند په وړاندې ولی همدا پاکستان او پوځ یې څه نشي کولی.

د پاکستان بې وسي
همدا پاکستان د‌هند په وړاندې بيا دومره بې وسه ده چې ټول کار یې تر خبرو پاتې او محدود دی، مطلق اکثریت پاکستاني چارواکي تل د هند په وړاندې د ډېر نرم غبرګون څخه کار اخلي، په پاکستان کې موجودو سکانو او هندوانو ته امتیازات مني ترڅو یې د خپل پروپاګند لپاره وکاروي، خو همدا بې وسه پاکستان بيا د افغانستان په هکله ډېر ګستاخ دی، دلته پوښتنه دا پیدا کېږي چې پاکستان په ريښتيا غښتلی دی او که موږ څه ټيک نه يو او‌ پخپلو کې ستونزې لرو.

د يوه لنډ او ځغلند نظر او تحلیل څخه دا جوته کېږي چې پاکستان غښتلی نه دی، په چنده چلېږي او په پورونو کې غرق دی، کله د‌ چين په دروازه کې ولاړ وي کله د امریکا دروازه ټکوي او کله د سعودي په دربار کې د عجز او ټيټ سر سره ولاړ وي، پدې مانا چې پاکستان غښتلی نه دی بلکې په موږ کې ځینې نقصانونه‌دي چې پاکستان ورڅخه ګټه اخلي.

مودي یې په کور ورننوځي
د پاکستان په وړاندې د هند عمل د مثال په مانا دی، هند د پاکستان په وړاندې غوڅ عمل او تګلاره لري، تېره ورځ ددې هېواد صدراعظم بيا په غيرې مستقیم ډول پاکستان وګواښه او د پاکستان له لوري تر دې شېبې هېڅ ډول غبرګون ونه ښودل شو.
د‌ هند صدراعظم نریندرا مودي پخپلو تازه څرګندونو کې وويل چې هند اوس په داسې پوزېشن کې دی چې دا وس لري چې د تروريستانو په کورونو ورننوځي او هغوی هلته له منځه يوسي.

مودي په غیرې مستقیم ډول پاکستان ته اشاره وکړه او د هند د قدرت او قوت يادونه یې وکړه، مودي پاکستان د نوم يادولو پرته وګواښه چې دوی تيار دي ان په پاکستان کې د ننه تروریستان له منځه يوسي.

اشرف غني څه کوي؟
د مودي‌ تګ لاره د پاکستان غوندې يو شرير ګاونډي په هکله واضح او د ستايلو ده، اوس فکر هغه ولسمشر ته پکار دی چې خلکو یې لسيزې د همدې شرپسند ګاونډي څخه د ارام ورځ نه ده ليدلې، دداسې هېواد ولسمشر ته څه پکار دي چې خلک یې دداسې يو دښمن او تور زړي ګاونډي سره مخ وي، د سوچ خبره ده چې دداسې هېواد ولسمشر بايد‌ د هند څخه هم د داسې يوه ګاونډي په وړاندې سخته لاره وټاکي.

د پاکستان په وړاندې نړيوالو ته شکایت هم نور بې ګټې دی، يا لږ تر لږه دا ويلی شو چې د پاکستان په وړاندې نړيوالو ته شکایت هم هغه څه موږ ته په لاس نه راکوي چې موږ يې غواړو، د نړۍ هر هېواد لومړی خپلې ګټې لري او بيا نورې.

د پاکستان په وړاندې نړيوالو ته د شکايت په ځای ددې وخت رارسيدلی دی چې د شته امکاناتو په واسطه ددې هېواد په وړاندې عملي ګامونه اوچت شي، دښمن یې دوست وګڼل شي، د دښمن ملاتړ یې وشي او په کور کې یې همداسې يو وير ګډ شي لکه د افغانانو په کور کې یې چې ګډ کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.