ګلبدین حکمتیار ته د محسن داوړ سپينې خبرې؛ افغانانو رد کړې
خبريال وېبپاڼه/ په ميرانشا کې نن د پښتنو شانداره غونډه وشوه، په غونډه کې د پښتنو په بې ساري ګډون ګنې تبصرې وشوې، د پي ټي اېم مشرانو پخپل نوبت خبرې وکړې، د پي ټي اېم یوه مخکښ غړي محسن داوړ بيا داسې يوه وينا وکړه چې د لر او بر افغانانو زړونه یې يخ کړل او دا هغه وينا وه چې د يوې پښتنې د زوی څخه یې تمه کېده.
افغانانو حکمتیار رد کړ
محسن داوړ د ميرانشا په غونډه کې خپلې ډېرې خبرې په پاکستان کې په پښتنو د روان ظلم خلاف موضوع ته ځانګړې کړې وې، خو افغانستان یې هم هېر نه کړ، داوړ پاکستان ته د ګلبدین حکمتیار د سفر په هکله هم خبرې وکړې او ويې ويل چې پاکستاني ریاست د ګلبدین حکمتیار څخه د يوه لوی دولتي شخص په ډول هر کلی وکړ او هغه ته یې دولتي پروتوکول ورکړ خو افغانانو هغه رد کړ.
محسن دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې په میرانشا کې د پښتنو ځوانانو چکچکو او انقلابي شعارونو فضا بدله کړې وه، داوړ د افغانستان په هکله وویل چې د افغانستان په هکله به هره پرېکړه افغانان کوي.
د محسن داوړ دا نیوکې په حکمتيار وروسته له هغه کیږي چې حکمتيار لنډه موده وړاندې پاکستان ته رسمي سفر درلود او دغلته یې پاکستاني رياست ډېر تود هرکلی وکړ، حکمتيار بيا هم د تل په شان د پاکستان قدرداني وکړه او هغه تاريخي خبره چې هر افغان یې ځانته ذلت او سپکاوی بولي بيا يې تکرار کړه، ده په ډېر وياړ سره وویل چې پاکستان دده دوهم کور دی.
دولتي دهشګردي نه منو
په روانه غونډه کې د پښتنو مشرانو يو ګډ شعار دا و چې دوی په ښکاره د پاکستان د رياستي تروریزم نه منلو، دوی په ښکاره ويل چې د پاکستان د دولت يا سټېټ دهشت ګردي ورته د منلو او زغملو نه ده.
پښتانه په پاکستان کې ددولتي تروریزم څخه پوزو ته راغلي دي، د پاکستان حکومت خپلې ټولې تجربې، د دهښتګردو پروژې، په پښتون مېشته سيمو کې عملي کوي، کله چې یوه ډله جوړوي پښتانه يو ځل د هغه وحشت قرباني کېږي او کله چې بيا د هغه ډلې وخت تېر شي بيا يې له منځه وړي او ورباندې عمليات کوي پښتانه بيا ورباندې سل زخمونه وخوري.
خو اوس هغه وخت دی چې په پاکستان کې یې پخوا خيال هم نه کېده، په پاکستان کې د جابر پوځ په وړاندې دا ډول څرګندونې پخوا خلکو په خپل خيال کې هم نشوې تېرولی خو اوس د پي ټي اېم غورځنګ خلک را بېدار کړي دي، ټول په یوه غږ د پاکستان د پوځ د ظلم په خلاف غږ شعارونه ورکوي.
نور پښتون نه جنګېږي او نه جنګول کېږي
د ميرانشا په روانه غونډه کې که څه هم د مېډيا نشرات پيکه و مطلب ډېری پاکستاني رسنيو هېڅ پوښښ ورنکړ خو د افغانستان رسنيو بیا تر ډېره ددوی د غونډې دقیقه په دقيقه خبر ورکړ، په دې غونډه کې داسې خبرې وشوې چې د پاکستان تور مخ یې خلکو ته ښکاره کاوه.
په غونډه کې منظور پښتین بیا په ښکاره وويل چې پښتانه به نور نه جنګ کوي او نه به جنګول کېږي، د منظور مخاطب پاکستانی پوځ و چې په ښکاره پښتین ورته دا پیغام درلود چې پښتانه نور ويښ شوي دي، نه به د پاکستان د پوځ د پروژو قرباني شي او نه به هم پخپلو کې جنګ وکړي.
داسې ښکاري چې پښتون ملت په پاکستان کې نور د پاکستاني رياست د ظلمونو د زغملو صبر نلري، ننۍ جلسې چې کوم شور درلود ټول یې حيران کړي و، په ټولنيزو رسنيو کې د جلسې د لوی والي د پښتنو د پراخ ګډون په هکله ان ځينو پنجابیانو هم خپله حيرانتيا څرګنده کړې وه.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.