The news is by your side.

ټرمپ ته په افغانستان کې د پوځيانو د شمېر په هکله دروغ ويل شوي؟

خبريال وېبپاڼه/ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په سپينه ماڼۍ کې خپلې وروستۍ ورځې شپې تېروي د امریکا د موجود سياست او تګلارو خلاف ډېر د عجلې ډک اقدامونه وکړل، د هغه له دې کړنو سره د امریکا د حکومت دننه ګڼ شمېر چارواکو مخالفت اعلان کړ.

خو اوس تازه معلومات ښيي چې د امريکا د ننه د مخالفو چارواکو غبرګون یوازې د مخالفت تر ښوودلو پورې محدود نه و، بلکې په عملي ډګر کې يې هم د ټرامپ په وړاندې ځينې داسې کارونه کړي چې ډونالډ ټرمپ ورڅخه هېڅ خبر نه و.

د امريکا د تاريخي سياست سره د ځينو ولسمشرانو ټکر او د هغه څخه د مخ اړول ډېر کله د هغوی د شکست سبب شوي دي، ټرامپ هم یو له همداسې ولسمشرانو څخه دی چې د امريکا د مسلسل سیاست خلاف يې قدمونه واخيستل.

امريکايي پوځي چارواکی؛ ټرمپ مو غلطاوه

د سوريې لپاره د امريکا ځانګړی استازی جیم جفري وايي چې دوی به ډونالډ ټرمپ ته په سوريه کې د امريکايي عسکرو د شمېر په هکله غلط معلومات ورکول او دروغ به یې ورته ويل، جفري وايي چې پوځي چارواکو د سوریې څخه د ځواکونو د را ايستلو پلان نه درلود نو له همدې کبله به يې ټرمپ ته د‌خپلو ځواکونو‌ د شمېر په هکله دقیق معلومات نه ورکول.

امريکايي پوځي چارواکي وايي چې په سوریه کې یې د امريکايي ځواکونو د شمېر په هکله ډونالډ ټرمپ ته دروغ ويل، همدا چاره په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په هکله څوک رد کولی شي؟

ايا په افغانستان کې هم ډونالډ ټرمپ دوکه شوی؟

ددې پوښتنې ځواب هم مجهول دی، همدا اوس ګڼ شمېر لوړ پوړی پوځي چارواکي وايي چې د افغانستان څخه ‌د پوځيانو وتل خطرناک دي، د امريکا يو لوړ پوړی پوځي چارواکی چې د ډونالډ ټرمپ لخوا اوس برطرف شوی دی په ښکاره په واشنګټن کې وويل چې امريکا د افغانستان د منتخب حکومت په وړاندې د طالبانو سره لاس يو کړی دی.

په دې کې هېڅ شک نشته چې د افغانستان په تړاو دې هم پوځي چارواکو ډونالډ ټرمپ ته دروغ ويلي وي، ځکه ډېری چارواکي دې ته په تمه دي چې د ډونالډ ټرمپ سره خدای پاماني وشي او جوبایډن د سپینې ماڼۍ چارې په لاس کې واخلي.

افغان چارواکي هم تراوسه په ډاډ سره وايي چې امريکا په ټوله مانا د افغانستان څخه تلونکې نه ده، ځکه ددوی سره امنیتي تړون او ګډه اعلامیه لري، په واشنګټن کې پوځي چارواکي هم د افغان حکومت د دريځ ملاتړ کوي او پدې ټينګار کوي چې یوه کچه امريکايي پوځيان بايد خامخا په افغانستان کې موجود وي ترڅو په حساسو وختونو کې د افغان حکومت کلک ملاتړ وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.