The news is by your side.

میرانشا جلسې پاکستان بیا د ګړنګ غاړې ته کړ

خبریال ویب پاڼه/نومبر ۱۵ نېټه دافغانستان په محکومه خاوره وزیرستان میرانشاه سیمه کې د پښتون قوم مشران نن په ډېر جوش او ولولو راوتلي و.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم په یاده غونډه کې ګډون درلود منظور دتل په څېر یو ځل بیا دپاکستان وحشي فوځ وغندی او دهغوئ دوحشتونو او ظلمونو د درېدو غوښتنه یې په کلکو ټکو وکړه.
“منظور پښتین” په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې پاکستان له کلونو راپه دېخوا د پښتون لوی قوم ګیروګان نیولی دی، دپښتون قوم حق خوړل شوی دی، ظلم پرې شوی دی،

نر او ښځې یې وژل شوي دي؛
پاکستان مجبور دی چې دتېرو وحشتونو حساب ورکړي
کنه پښتون قوم نور ویښ دی دپښتنو غورځنګ به پاکستان تر هغو آرام پرېنږدي چې دټولو بمباریو او خودسریو حساب یې نه وې ترې اخیستی.

“محسن داوړ ” چې دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی دی په خپلو خبرو کې وایي چې مېرانشاه هغه سیمه ده چې دپاکستان وحشي فوځ زموږ بې ګناه پښتانه وروڼه په شهادت پکښې رسول ټوله مېرانشاه یو ځل دپاکستان مزدور فوځ له لوري په کنډواله بدله شوه، خو نن موږ بیا په میرانشاه کې دپاکستان پر وړاندې سره غونډ شوي یو که دپښتون حق ورنه کړي دپاکستان عاقبت له ورکې سره مخ دی.

دشنونکو په اند دپاکستان لپاره دپښتون ژغورنې غورځنګ حرکت لوی مشکیل دی
ځکه پښتون لوی قوم دی او اوس دویښېدو پر لور خوځېدلی دی، نور ویښ دی.

دپوهنتون “استاد حلیم خلیل” په خبره د پاکستان دورکې اقرأ وشوه له دې جلسو داسي بریښي چې دپاکستان نور له وسه وزي چې د دومره مردومي سېلاب مخه دې پاکستان ډوبه کړي پاکستان دماتې لور ته تللی دی.

دکابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند خبریال ډاټ کام ته وایي:
پاکستان نه حکومت دی نه رسمیت لري فقط دانګرېزانو په لاس جوړ یو کمپ دی چې د پښتنو او بلوڅو په وژلو او بېلولو کې خپله بقا مومي که دکابل له لوري مرسته ورسره وشي دپاکستان د ورکې وخت راغلی دی؛
او ټول افغانان باید له پښتون ژغورنې غورځنګ سره چیغه غبرګه کړي تر څو ټول افغانان خپل هدف ته ورسیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.