The news is by your side.

ولي پاکستاني پوځ پر میرانشا جلسه انټرنیټ بند کړی؟

خبریال وېبپاڼهد پاکستاني‌ریاست واکداره پنجاب ایالات په میرانشا کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ انټرنیټ او د تلیفون اسنانتیا بنده کړې او هڅه کويچې د لسګونو زرو را غونډو شویو پښتنو غږ تر میرانشا پوريمحدود وساتي .

د میرانشا تاریخي‌جلسې ته د پي ټي‌ایم مشر منظور پښتون؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مشران علي‌وزیر او محسن داوړ وینا وې کوي.‌

جلسې ته پښتون ملتپال او د پښتونخوا ملي‌عوامي ګوند صوبايي صدر عثمان لالا او ګڼ نور ملتپال پښتانه تللي‌دي.

د میران شا تاریخي جلسه چې د پاکستان واکمن پنجاب ایالت او پاکستانی پوځ وېره ترې لري‌ دم ګړی د لسګونو زره پښتنو ترمنځ دوام لري.

پاکستاني پوځ هلته د انټر نیټ او تلیفون اسانتیاوې لا له وړاندي ځنډولې دي او هڅه کوي‌چې د میرانشا جلسې ته کوریج ورنه کړل شي.

پاکستانۍ رسنۍ چې د پوځ په غوښتنه نه غواړي‌د میران شا جلسې ته کوریج ورکړي پر دې لویه او تاریخي‌جلسه پټه خوله پاتې دي.

په وزیرستان کې را غونډ شوي‌پښتانه د (موږ مه وژنۍ) خبره کوي‌او تر ډېره بریده د پښتون د ژغورنې یوه هڅه ده .

پاکستاني‌استخبارات (آی ایس آی) او پوځ هڅه کوي‌چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په کور دننه محدود وساتي ،او دا علت دی چې دوی د هم دغه غورځنګ ګڼ غړي‌شهیدان کړي او لا هم د وژنو ، ترټنو او ځورونو سلسله روانه ده .‌
پښتانه او افغان ملتپاله له افغان رسنیو غوښتنه کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د میرانشا جلسې ته پراخ کوریج ورکړل شي.

که څه هم تر دم ګړیه لا د جلسې ویډیوګانې او غږیو کلیپونه پر لاري‌دي، خو تر ډېره بریده دا جلسه د وزیرستان په تاریخ کې یوه لوی ترینه او پراخه جلسه بلل کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.