The news is by your side.

کابل ښار که د امو سيند

خبريال ويبپاڼه/ کابل ته مو مه خدای په اوړي راوله نه په ژمي.
ځکه په اوړي کې د بد بوی او خرابې هوا له امله سړي ته ټيکه نه ورځې او په ژمي کې به له دود ، د بارانونو له امله طاقت نه درځي.
د افغانستان پلازمينه که باران نه وي سړی له خرابې هوا پکې ژوند نشي کولای خو که مازي ليږ بازان وشي د باران ټولې اوبو په سرک او واټونو داسي روانې وي چې ته به وايې همدا واټونه او سرکونه يې همدې د باران اوبو ته جوړ کړي دي.

ځکه د کابل په ښار کې ټول هغه واړه لښتي او ويالې چې د ښار په مينځ ، د کورنو تر څنګ په کوڅو او لويو واټونو تيري شوي ، ټولو له پلاستيکونو ، کثافت او خاورو ډګې دي.
ان د کورنو اوبه لا نشي پکې تلای. په هر کوڅه کې د ولاړو اوبو داسې ګند او بوی جوړ کړی وي چې د سړي په سر درد کيږي. د سړي زړه را هسک کيږي.

د کابل ښار دې بد حالت ته چې ګورې ته به وايې دا ښار هيڅ کوم چارواکی نه لري، هيڅ کوم داسې څوک نه لري چې نظم او تنظيم يې ور برابر.

د کابل ګند ، بد بوی او په هر ځای کې د کثافاتو ګوټي چې ووينې داسي به ونه وايې چې پلازمينه کابل ته ښاروال ولري. داسې به ونه وايې چې د کابل ښاروالۍ دې په نامه کارکوونکي ولري.

ځکه نه څوک سړک پاکوي، نه کوڅي، نه واټونه او نه لويې لاري.
او بله بد بختي لا دا چې په عامو وګړي هم يو بد فرهنګ عام شوی چې د ښار پاکوالی د ځان مسوليت نه بولي بلکي داسي ژوند پکي کوي چې ته به وايې د دوښمن په ښار کې اوسې.

ځکه همدا کابل ښاريان دي چې په لارو کوڅو او واټونو کثافت ، ګند غورځوي. همدا دوی دي چې لښتي. کانالونه يې بند کړي دي.

بس هغه د پښتو متل دی چې وايې اوښ ته چا وويل چې غاړه دې کږه ده . هغه په ځواب کې ورته وويل چې کوم ځای مې سم دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.