The news is by your side.

کابل کې د جنایي جرمونو په تور ٧٠٠ تنه نیول شوي

خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو یې د جنایي جرمونو په تور ٧٠٠ تنه نیولي دي.

ښااغلي صالح د مجرمینو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې د ٣زره ٦٠٠ مجرمینو له ډلې ٧٠٠ تنه نیول شوي.

صالح د مجرمینو شبکو ته ګواښ کړی چې ژر تر ژره تسلیم شي، که نه نو خیر به یې نه وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مجرمینو د نیولو د نوملړ له جوړېدو خبر ورکوي او زیاتوي چې ژر تر ژره به یې ونیسي.

ولسمشر اشرف غني کابل کې د جنایي پېښو او نا امنیو په زیاتېدو سره د کابل امنیتي مسؤولیت لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپاره او صالح د کابل د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره هر سهار له امنیتي مسؤولینو سره ناستې کوي.

صالح ته د امنیتي مسؤولیت د ورسپارلو درشل کې هم په کابل ښار کې چسپکي او موخه اییزي چاودنې زیاتې شوي او لویه پېښه یې پر کابل پوهنتون د خونړي برید وه، چې صالح یې پړه پر طالبانو اړوله.

تېره اوونۍ د ولسي جرګې غړو هم پر لومړي مرستیال امرالله صالح نیوکې درلودې، چې د کابل امنیتي وضعیت لا خراب شوی او ښاغلي صالح ته د امنیتي مسؤولیت له ورسپارلو وروسته هم د امنیت برخه کې څه لاسته راوړنې نشته.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.