The news is by your side.

د میرانشا غونډه څه پیغام لري؟

خبریال ویبپاڼه/ پښتانه ستړي سوي او نور غواړي د پاکستاني ظالم دولت څخه خپله خپلواکي او حق تر لاسه کړي په دې  برخه کې سلګونه پښتنو خپل سرونه نذرانه کړي او لاهم د قربانیو دا لړۍ دوام لري پښتانه به لا ویښیږي او د خپلو قربانیوپه برکت به بریا وي ترلاسه کوي

نن پښتانه په خورا جوش سره د وزیریستان میرانشا کې راټول سوي او د پاکستاني دولت د استبداد، ظلم، ناروا او شته ناخوالو په ضد یوموټي سوي او خپل ږغ اوچتوي

د میرانشا غونډه نړۍ ته ښکاره کوي چې په پاکستان کې میشت پښتتانه د تروریست دولت له لوري په یو او بل نوم وژل کیږي، تورن کیږي او له کورونو څخه تري تم کیږي دلته روان وحشت څخه هیڅوک نه دي خبر د لته هر پښتون د ښه ژوند کولو او هوسايي حق نلري

له کله نه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځ ته سوی ډير شمېر غړي يې په یوه او بل نوم شهیدان سوي او له منځه تللي

د میرانشا، غونډه چې زرګونه زره کسانو لوی او واړه پکښي ګډون کړی نړۍ ته ښکاره کوي چې پښتانه امن خوښوونکي او  ډیر زورول سوي خلک دي د دوی شمېر میلیونونو ته رسیږي یوالی لري خو لاهم د خان غفا خان د عدم تشدد پر لاره قدم ږدي او بغیر تاوتریخوالي خپل ږغ لوړوي دې ته مو پام دی  چې د میرانشا غونډه یوازي د پاکستاني ریاست لپاره پیغام نه دی بلکي د ټولې نړۍ لپاره د پښتانه د بیوزلۍ او امن پیغام نړیوالو ومو لیدل چې پښتون انتحاری او وژنه نکوي یوازي خپل حق غواړي هغه هم له مدني لارې څخه د دومره انسانانو ټولیدل او په یوه ږغ کول دا اسانه خبره نه ده خو دوی د استبداد او ظلم له امله مجبوره سوي دي چې راټول او خپل ږغ پورته کړي

د میرانشا غونډه کې پښتانه خپل حق غواړي هغوی به له سیاستوالو، عامو قبایلو او ټولو ولسونو سره وګوري او یوه پریکړه به وکړي چې نور به د ظلم په وړاندې دریږي

د میرانشا غونډه د یوالي سمبول د پښتون ږغ او د امن هیله ده پښتنو وښودله چې پاکستانی تروریست ریاست په پاکستان کې پر میشتو پښتنو ظلم کوي پاکستانی ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ له داسې لویو غونډو خورا لویه ویره لري هغه نه غواړي چې پښتانه د امن په نوم مشهوره سي ځکه کومه ترهګري چې د پاکستان دولت په سیمه او دننه پاکستان کې له ولس سره کوله هغه یوازي پر پښتون تاوان وه او د هغه تاوان قیمت به پښتون پریکاوه، خو اوس داسې نه ده د پښتون ژرغونې غورځنګ د خپلو غونډو په دوام نړۍ ته د پښتانه امن غوښتنه تائید کړه او هغوی يې امن خوښوونکي معرفي کړل تراوسه پوري چې کوم ظلم پر دې خلکو روان وو، د دې شورش او یوالي له امله لږ تم سوی خو صبر نه دی پکار د دې ظلمونو په وړاندې که یو شېبه هم چوپتیا غوره سي نو لیري نه ده چې بیا به پر پښتون قام باندې د پاکستان ظلمونه پیل سي

د میرانشا غونډې په دوام به نورې غونډې هم کیږي او له دې لارې به د لر او بر یوالي لپارهم ډیر کار کیږي پښتون قام نه بې لیدونکی قام او یو وخت به داسې حرکت ترسره کیږي هر کس هر پښتون به د لوی افغانستان او د پښتون د مظلومیت نارې وهي بیا به پاکستان پوی سي چې څه يې کړي هغه به ریبي د پاکستان لپاره داسې غونډې د هغوی د زوال تر ټولو لویه نښه ده هلته میشت پښتانه ټول په دې پوی سوي چې موږ ته هیڅ نه دي سوي او څو  لسیزي په تیاره کې ساتل سوي او ظلم راباندې سوی دی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance