The news is by your side.

 میرانشا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لویه غونډه

خبریال ویبپاڼه/ پاکستانی دولت دې هېواد کې  د میشتو پښتنو په مقابل کې ناروا کړنې ترسره کوي چې تل ورڅخه پښتانه متضرر سوي او زیان يې ورڅخه لیدلی پرهمدې مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ نن په میرانشا کې لویه غونډه رابللې چې  زرګونه پښتنو پکښي ګډون کړی

له دې ځایه راپورونه وايي چې په غونډه کې د خلکو شمېر څومره چې غوښتنه وه هم زیات دی او همدا شېبه دا غونډه دوام لري او پښتانه خپلې اندېښنې او غوښتنې پکښي وايي

د مالوماتو له مخې د دې لويي غونډې د جوړیدو پر مهال د پاکستان له ګوټ ګوټ څخه میشت عام پښتانه، پښتانه سیاستوال مشهوره څيرې ګډون پکښي کړی دی

د ګډونوال د پاکستاني حکومت د نارواوو پر وړاندې د خپل ږغ لوړول غواړي او وايي چې نور دي د پښتانه قام په وړاندې ظلم بس سي او دا چوپتیا او ویره دي ختمه سي

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د بسیج او ويښولو او د هغوی د حقوو د اخیستلو په برخه کې نورې هم دا ډول غونډې ترسره کړې چې له لارې يې د دې لوی قام حقوق او ساتنه غوښتې

د پاکستان دولت تل د میشتو پښتنو سره ظلم او ناروا کړې او هغوی په یوه او بل نامه تورن کړي  او ورته يې ستونزې جوړي کړې دي تراوسه پوري پاکستاني دولت په خپله دومخې توب سره د دې غورځنګ هغه غوښتنې چې د پښتنو حق دی نه دې ورکړې

پښتانه وايي ترهغو به یې دا مبارزه روانه وي څو چې هر پښتون وګړی ځان په امن احساس او ورته حق ورسول سي پاکستانی دولت ژمن نه دی چې په ښه توګه سره د پښتنو دغو مدني غوښتنو ته ځواب ووايي

د پښتون ژرغونې  غورځنګ ویلي خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او په دې برخه کې هرنګه قرباني ته هم  چمتو دي د پښتنو دغه لویه غونډه د شمالي وزریستان په میرانشا کې جوړه سوې ده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.