رسنیز بنسټونه: د خبریالانو قضیې  نه دي څیړل سوې

خبریال ویبپاڼه/ په دې وروستیو کې د افغان خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات سوی او له امله يې تازه دوه خبریالان هم شهیدان سوي  دي یو شمېر بنسټونه ادعا کوي چې دولت هغه دوسیې نه څیړي چې خبریالانو ته یې زیان اړولی

په کابل کې مخکنی خبریال یما سیاوش، او په هلمند ولایت کې الیااس داعی تازه د چسپکي ماینونو له امله شهیدان سول او چايې تراوسه پوري پړه هم پر  غاړه نه ده اخیستې

اوس تازه هېواد کې د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر ټولنې  وايي چې دولت د خبریالانو د وژني او بد چلندۍ قضيې تراوسه نه دي څیړلې

د کابل پریس کلب ویلي حکومت د نورو شهیدو خبریالانو قضیې تراوسه نه دي څیړلي او ورسره عدالت نه دی سوی دوی ویلي چې د محمد الیاس داعي قضیه باید په جدیت وڅیړل سي

د زابل پریس کلب ویلي چې د الیاس داعي له شهادت وروسته په دې ولایت کې هم د خبریالانو امنیت او مصونیت ته اندېښمن دي او له دولته غواړي چې باید د خبریالانو ژوند ته پاملرنه وکړي

زابل کې خپلواک خبریال محمد نعیم ستوری وايي موږ تراوسه یوازي د خبریالانو فاتحې اخلو کومې قضیې چې د خبریاالانو په وړاندې رامنځ ته سوې تراوسه يې څېړنه نه ده سوې باید څیړنه یې  وسي

ښاغلي ستوري وویل رسنۍ د یوه هېواد څلورمه قوه بلل کیږي خو تراوسه پاملرنه ورته هومره نه ده سوې زموږ غوښتنه داده چې باید خبریالانو ته پاملرنه وسي  ستوري د شهیدا الیاس داعي د قاتلینو  د ژر نیولو غوښتنه وکړه

د بشري حقونو کمیسون ویلي چې الیاس داعي وړاندې هم دوی ته ویلي وو، چې د طالبانو له لوري ورته ګواښونه کړي

د افغانستان ولسمشري ماڼۍ ویلي چې د الیا داعي قضیه به په جدي  ډول سره څیړل کیږي او په دې برخه کې  افغان ولسمشر هم لارښوونې کړې

خو افغان دولت تراوسه پوري د هیڅ شهید سوي خبریال د قضیې څیړنه نه ده کړې او نه هم د کوم خبریال قاتل تراوسه نیول سوی

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More