The news is by your side.

له جګړې وروسته بې کاري او بیوزلي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان کې چې هر وګړی وپوښتې نو لومړی درته د نا امنۍ او ورپسې له بې کاري او خپلې ناچارۍ سر ټکوي په لیري پرتو ولسوالیو کې ان خلک د وچې ډوډۍ پیدا کولو پسې حیران دي

د پیسونړیوال صندوق ویلی چې  بیوزلي او بې کاري لاهم  افغانستان کې لويي ستونزې دي او داسې اندېښنې هم سته چې اوسنی اقتصادي حالت هم لا مخ پرځوړ دی او خلک به ډیر نا چاره سي

دې صندوق د افغانستان د اقتصادي  حالت په هکله یو راپور خپور کړی او د راتلوونکي وړاندوینه کې يې هم د اندېښنې وړ حالت ویلی چې اقتصاد اوراتلوونکی يې  مخ پر ځوړ مالومیږي هغوی نا امني ددې ټولو پدیدو مور بللې او ویلي يې دي چې هرڅه له همدې جګړې رامنځ ته سوې دي

د پیسو نړیوال صندوق وړاندوینه کوي چې که وضعیت همداسې دوام کوي نو په راتلونکې کې به په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړېږي او همدا راز ددغه هېواد په صادراتو کې به هم لوړه سلنه کموالی راسي.

افغان دولت د اشرف غني په مشري تل ادعا کړې چې د افغاتستان د اقتصاد لپاره یې خپل مسؤلیت ادا کړی خو نړیوال اقتصادي بنسټونه وايي د افغانستان راتلوونکی او اقتصاد مخ پرځوړ دی او په دې برخه کې هیڅ هم نه دي سوي

د پیسو نړیوال صندوق د دې راپور په هکله دولت څه نه دي ویلي خو  له لیري مالومیږي چې د افغان اوګړو اوسنی اقتصادي حالت د اندېښنې وړ او باید راتلوونکي لپاره هم باید له سره کتنه وسي چې  د دې  هېواد او وګړو راتلوونکی به څه وي که څه هم په دې وروستیو کې پرمختګونه ترسره سول خو هیڅ افغان ته هومره د کار زمینه نه ده مساعده چې وکولای سي د خپلې کورنۍ لپاره دومره عاید په لاس راوړي ترڅو هغوی خپلې اړتیا وي پرې  پوره کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.