The news is by your side.

نړۍ او افغانستان کې د کرونا تازه حال

خبریال ویبپاڼه/ د کرونا ویروس کویډ ۱۹ ناروغي لاهم مخ په وړاندې او په چټکۍ سره روانه ده او  هره ورځ نژدې لکونه انسانان په نړۍ کې په دې ویروس باندي اخته کیږي

تازه مالومات ښيي چې تراوسه ۵۳ میلیونه ۷ لکه ۶۶ زره کسان په دې ناروغي مبتلا سوي چې له جملې څخه يې تراوسه ۱۳لکه انسانان وژلي دي او څه کم ۳۸ میلیونه انسانان بیرته له دې ناروغۍ جوړ سويی دي

ډیری هېوادونو نیمه قرنطین او پوره قرنطین وضعه کړی چې تر ډيره بریده وکولای سي د کرونا ناروغۍ په وړاندې مبارزه وکړي خو داسې بریښي چې  د هغوی دا مبارزه نیمګړې او تراوسه يې سمه نتیجه نه ده ورکړې امریکا او هند د نړۍ  په کچه هغه هېوادونه دي چې تراوسه میلیونونه د کرونا پیښي  پکښي ثبت سوې  دي د راپورونو له مخې تراوسه امریکا کې ۱۱ میلیونه او هند کې شاوخوا ۸ میلیونه انسانان په دې ناروغۍ  مبتلا سوي دي

افغانستان کې تراوسه پوري په کرونا ناروغي ۴۲ زره ۹۶۹ کسان په کرونا اخته سوي چې له جملې څخه یې ۱۵۹۵ کسان وژل سوي او ۳۵ زره شاوخوا ترې  جوړ سوي دي

نړیوال هېوادونه کوښښ کوي ترڅو د کرونا په وړاندې خپله مبارزه کړندۍ او د دې ناروغي د مخنیوي واکسین جوړ کړي  خو تراوسه هیڅ یو هېواد نه دی توانیدلی چې عامه توګه دا واکسین جوړ او پلی کړی داسې اندېښنې سته چې ښايي د هوا په یخیدلو سره به د کرونا ناروغي نور هم زور وکړي په افغانستان کې هم د یخې  هوا په داخلیدلو سره د کرونا ناروغي د مثبتو پیښو شمېر زیات سوی او هره ورځ د سلګونو مثبتو پیښو راپورونه ورکول سوي

ایا نړۍ به وتوانیږي چې دا ناروغي کابو کړي ایا راتلوونکي کې به د واکسین په جوړولو سره هغوی بریالي  سي دا هغه پوښتنې دي چې د نړیوالو مبارزه او کړنې به یې ځواب کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.