The news is by your side.

ټرمپ منلې چې له جنوري وروسته به ولسمشر نه وي

خبریال ویبپاڼه/ د امریکا له ټاکنو وروسته چې بایډن پکښي تراوسه زیاتي رايه وړې ټرمپ په لومړي ځل ضمآ منلې چې ولسمشري يې تر راتلوونکي جتورۍ دوام کوي

هغه د کرونا سره د مبارزې برخه کې یوه خبرې کنفرانس ته خبرې کولې وویل چې قرنطین به وضعه نکړي خو په شکمنه توګه يې وویل چې راتلوونکي کې به کومه اداره واکمنه وي هغه د جوبایډن د بریا په هکله نه دي ویلي د ټرمپ  دا لومړی اقرار دی چې پر خپله ناکامي اعتراف کوي

ټرمپ تر دې وړاندې په ټاکنو کې جو بایډن او ډله يې بغیر کوم ثبوته په تقلب کولو تورنه کړې وه او ویلي يې وو، چې تر رسمي  شمېرو وروسته یې ټاکنې ګټلې او د امریکا راتلوونکی ولسمشر به هم دی وي

په امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند څخه جو بایډن او د جمهوریت غوښتوونکو څخه اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګډون کړی وو، چې تراوسه لومړنۍ پایلي ښيي چې ټرمپ له بایډن څخه شاته دی او بایډن کیدلای سي له  جنورۍ میاشتي وروسته د امریکا نوی ولسمشر وي

داسې  انګیرل کیدله چې د امریکا د اریزونا ایالت رايې دي بیرته وشمېرل سي خو د ډونالډ ټرمپ حقوقي وکیلانو له دې قضیې څخه تیر سوي او داسې ویل کیږي چې جو بایډن دلته هم تر ټرمپ مخ ته دی.

ټرمپ او بایډن د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال یو پر بل توندي نیوکې کولې بایډن ټرمپ د امریکا یانو قاتل باله او ټرمپ بیا ویل ډير شرم به وي چې بایډن به ټاکنې راڅخه ګټي هغوی اوس هم یو او بل نه مني او ټرمپ که څه هم له سپینې ماڼۍ څخه به وزي  خو بیا یې هم د ګټوونکي بایډن نوم نه دی اخیستی

تراوسه پوري لاهم په رسمي ډول سره دامریکا ټاکنې نه دي اعلان سوې خو د رسنیو د راپورونو له مخې جوبایډن چې باید ۲۷۰ کالجه رايې تر لاسه کړي ۲۷۹ رايي ترلاسه کړې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.