The news is by your side.

نړیوال ژورنالیستان: داعي موثره خبریالي کوله

خبریال ویبپاڼه/ له تیري پنج شنبې په ورځ په هملند ولایت کې د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي په یوه بمي چاودنه کې شهید سو چې له هغه وروسته یو زیات شمېر غبرګونونه را وپاریدل

اوس  تازه د مشهوره نړیوالو رسنیو مشهوره خبریالانو د الیاس داعي پر شهادت خواشیني څرګنده کړې او ویلي يې دي چې هغه کلونه کلونه په جګړه ځپلې هلمند کې موثره خبریالي کوله دوی وايي چې داعي په هغه ځای کې چې خورا ډیره جګړه او ګواښونه وه خپل مسؤلیت ادا کړ.

د وال سټریټ ژونال یو تن خبریال چې ښايي له داعي سره يې پیژندل ویلي هغه موثره خبریالي وکړه او پر ډیرو سختو راپورونو کې يې زه پوروړی یم

یو بل پوټو ژونالیست اندریو ګېلټي بیا لیکلي چې د شهید داعي له همکارۍ پرته د هلمند ۹۵ سلنه راپورونه ناممکنه وو، چې خپاره سي  پرهمدې مهال یو زیات شمېر نورو نړیوالو ژورنالستانو د الیاس داعي په هکله څرګندونې کړې

د وسلوالو مطالعاتو د مرکز یو څیړونکي الیاس داعي ډیر زړور او تکړه خبریال بللی وو، او ویلي يې چې داعي د ژورنالیزم ډګر کې زوړر او پراخي اړیکي يې درلودې  ځکه له نرسانو نیولې د جګړې تر ډګره ترقوماندانانو اړیکي درلودې او هر چا ورسره همکاري کوله

پرهمدې مهال د ناروې د بهرنیو چارو وزیري این ماري اریکسن سورید د الیاس داعي شهادت یوه تراژیدي بللې او پر ازادو رسنیو او  خبریالانو يې بریدونه غندلي

د الیاس داعي شهادت په کور دننه او بهر زیات غبرګونونه را وپارول او هغه ته یې د پاک شهید لقب ورکړ ښاعلی الیاس داعي له ۲۰۰۸ کال را په دې خوا له هلمند  ولایت څخه د ازادۍ راډیو سره کار کاوه، د هغه نژدې خپلوا وايي چې د نوموړي د رښتیني کار له امله تل ورته ګواښوونه کیدل خو ده يې پروا نه درلوده خو دادی اخیر يې ځان قربان او له دې نړۍ څخه وکوچیده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.