The news is by your side.

ولسمشره! ټوله خبره د ۵ میلیارده ډالرو ده

ولسمشره! ټوله خبره د ۵ میلیارده ډالرو ده

خبريال وېبپاڼه/ راځئ دا ومنو چې څوک زموږ ملاتړ کوي نو زموږ په پرېکړو هم تاثیر لري، دا تاثیر به په هغه حد کې وي په کوم حد کې چې زموږ څخه ملاتړ کېږي، که دا په فردي ډول وسنجوو مثال زموږ ماما زموږ سره د مياشتې سل ډالر مرسته کوي، په دې حالت کې ايا موږ کولی شو پخپله خوښه کارونه وکړو؟ نه، تر هغه مو چې د ماما خوښه نه وي ډېر کارونه نشو کولی.

د افغانستان د حکومت حالت هم اوس همداسې دی، خو دلته د فردي مسلې هخوا نورې ډېرې د پام وړ خبرې دي، امریکا او ملګري یې په کال کې په اوسط ډول د افغان حکومت سره څلور یا هم پینځه میلیارده ډالره مرسته کوي، دا مرسته د څلورو او پینځو میلیارده ډالرو ترمنځ وي.

همدا اوس ډېری اصلاحات چې افغان حکومت یې نشي عملي کولی د هغه هېوادونو د فشار له کبله دي چې د افغان حکومت مالي ملاتړ کوي، د ټاکنو د سيستمونو نيولې بيا د برېښنايي تذکرو تر سیستم پورې، د ټاکنو په وخت کې ولسمشريزو ټاکنو ته ولاړ يوه نوماند رسنیو ته په ښکاره وويل چې کله دوی ولسمشر غني ته وړانديز وکړ چې د رایې ورکونې په برېښنايي آلو يا دستګاو کې دې داسې خواص ځای په ځای شي چې د رایې ورکونې سره سم رايه مرکزي ډېټا ته انتقال کړي، نو ولسمشر ورته په ښکاره وويل چې په کابل کې د امریکا سفارت ددې کار مخالفت کوي.

د‌ کابل د ناکرارۍ تغذیه کېدونکې امريکا
بهرني هېوادونه په دې پوهېږي که په کابل کې داسې يو حکومت شتون ولري چې خپل سياسي مسايل خپل مالي مسايل سم کنټرول کړي نو دوی ته یې اړتيا له منځه ځي، چې بيا دوی نشي کولی په کابل خپلې ټولې غوښتنې ومني، له همدې کبله دوی د هر هغه اقدام مخالفت کوي چې هغه د يوې بنسټيزې اصلاح سبب کیږي.

د ماليې پخواني وزير عمر زاخيلوال پخپله یوه مرکه کې چې څه موده وړاندې یې د يوه خصوصي تلويزيون سره کړې وه په ښکاره وويل چې بهرنيانو ددوی هغه پروژې په مسلسل ډول رد کولې او مالي ملاتړ یې ورڅخه نه کاوه چې په افغانستان کې د لويو بندونو د جوړېدو لپاره به طرحه شوې وې.

ايا دا هرڅه يو بديل نلري؟
هغه مالي مرسته چې بهرنيان یې افغان حکومت ته ورکوي پخپله افغان حکومت نه په چندان سختۍ سره ترلاسه کولی شي، مطلب افغانستان دا ظرفيت لري چې ددې بهرنيو مرستو ځای ډک کري، خو خبره يو څه پېچلې ده، همدا اوس د افغانستان د ګمرکونو چې د حکومت د عايدو ترټولو لويه سرچينه ده مطلق اکثریت عايد د زورواکو جيب ته ځي، په شمال کې يو زورواکي دی پروت ده، په غرب کې بل په ختيځ کې بل، دوی ټول لکه د ښامارانو په دې ګمرکونو راتاو شوي او د ملت وینې څښي.

حکومت يوازې په دې ګمرکونو کې د اصلاحاتو په راوستو سره هم ددې پينځه مليارده مرستې لويه برخه تلافي کولی شي، دا اصلاحات بايد د اشخاصو څخه زيات د سيستم په سحطه وي، يانې داسې سيستم جوړ شي، داسې ټېکنالوژي په کار واچول شي چې کار کوونکي جدي وڅاري او د فساد کچه صفر ته راټيټه کړي.

که افغان حکومت خپلې سرچينې کنټرول کړي نو زر به د بهرنيانو ددې ۵ ميليارده ډالرو د احتیاج څخه خلاص شي او پخپلو پرېکړو کې به خپلواک شي، بيا به په افغانستان کې يو حکومت وي، يوه به قضا وي او يوه به اردو وي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance