The news is by your side.

د آيفون لپاره ګرده خرڅونکی کس له بدې پايلې سره مخ شو

خبريال وېبپاڼه/ اوس چې يو ډيجيټل دور او زمانه ده ډېری خلک په دې دوره کې په ډيجيټلي لوازمو بېخي روږدي شوي دي، ښه مثال یې تلیفون دی، اوس واړه او زاړه داسې په تلیفون روږدي شوي دي چې ان په تشناب کې هم تلیفون کاروي، په اروپا کې ترسره شوې يوه څېړنه ښيي چې ۱۲ سلنه خلک اوس ان په تشنابونو کې هم تلیفون کارول نورمال ګڼي.

د تلیفون او انټرنټ دا روږدي توب تر دې پورې نه دی محدود، ځينې خلک بيا د تلیفون د نوي ماډل شوقیان دي، څنګه چې د تلیفون يو نوی ماډل ووځي نو ټوله هڅه یې دا وي چې فوراً دا تلیفون ترلاسه کړي، دا چې په نړۍ کې د ټولو خلکو اقتصادي وضعیت يو شان نه دی نو ځينې کسان بيا دې ډول شیانو ته د لاسرسي لپاره ډېرو خطرناکو لارو چارو ته مراجعه کوي.

ډېر وخت وړاندې يو خبر خپور شو چې په چين کې يوه کس د ایفون د نوي ماډل د رانيولو لپاره خپله ګرده خرڅه کړې ده، که څه هم دا مسله په لومړیو کې ډېرو ته صرف جالبه وه او خطر ته یې دومره پام نه و خو اوس د همدې ځوان څخه ډېر بد خبر راغی.

د وانګ په نامه چينايي په ۱۷ کلنۍ کې د آيفون او ایپډ اخيستلو لپاره خپله ګرده خرڅه کړې وه، دده مور وايي کله یې چې زوی کور ته راغی نو ورسره يې آيفون او ایپډ وليدل، ددې په ليدو سره يې ورڅخه پوښتنې پيل کړې چې دومره روپۍ دې له کومه کړې، مور یې وايي چې اخر یې زوی مجبور کړ چې حال ورته ووايي، له دې وروسته دوی پوليسو ته خبر ورکړ او هغه کسان چې له دې ماشوم څخه یې ګرده اخيستې وه ونيول شول، د چين حکومت ددې کسانو څخه دری لکه ډالر جريمه واخيسته او دې کورنۍ ته يې ورکړه.

اوس څه پېښ شوي دي؟
اوس تازه بیا همدا هلک د خبرونو سرټکی جوړ شوی دی، دا ځل دده لپاره يو ډېر بد راغلی دی، دده دوهمې ګردې ستونزه پيدا‌کړې ده او نوره په دې قادره نده چې د وینې څخه مضر مواد پاک کړي، اوس دغلته دا هلک چې شل کلن شوی دی مجبور دی هره ورځ د ډياليز ماشين ته ولاړ شي او خپله وينه د هغه په واسطه پاکه کړي.

چين یو له هغه هېوادونو څخه دی چې د انسان د غړيو تجارت پکې ترټولو لوړې سويې ته رسېدلی دی، تر دې وړاندې داسې خبرونه خپاره شوي و چې ګواکي د چين حکومت په رسمي ډول پدې تجارت کې لاس لري، ځینو غربي رسنیو دا راپور ورکړی و چې د چين حکومت په ځانګړي ډول‌ د سینګیانګ په ايالت کې د مسلمانانو د بدن غړي په زور او جبر سره ورڅخه وباسي او بیا یې په عربو په لوړه بيه پلوري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.