خلک د لوږې سره مخ دي، طالبانو د چنارتو ولسوالۍ لارې تړلې دي
خبريال وېبپاڼه/ د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ څخه ناوړه خبرونه راروان دي، تازه په دې ولسوالۍ کې طالبانو يو ځل بيا ملکي خلک ډېر سخت ځپلي دي، ددې ولسوالۍ څخه راپورونه وايي چې د مودو راهيسې دغلته لارې د طالبانو له لوري بندې شوې دي، د لارو بندېدل د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم منلي دي.
د ارزګان چنارتو ولسوالۍ ډېر وخت د جګړو صحنه وي اوس بيا د يوې بشري فاجعې سره مخ ده، په دې ولسوالۍ کې د جګړې اور نه کمېږي، يو ځل ځينې سيمې طالبان لاندې کوي وروسته یې بيا افغان ځواکونه تر کنټرول لاندې راولي.
طالبانو په خلکو خوراکي توکي بند کړي
ددې ولسوالۍ څخه تازه خبرونه وايي چې طالبانو ددې ولسوالۍ ټولې هغه لارې چې دا ولسوالۍ د نورو ولسواليو او ولايت د مرکز سره نښلوي تړلې دي، د طالبانو وياند هم مني چې ددې ولسوالۍ لارې دوی تړلې دي، د لارو دا تړل په چنارتو ولسوالۍ کې نوي نه دي، تېر کال هم طالبانو په دې ولسوالۍ کې لارې بندې کړې وې او خلک د لويو ستونزو سره مخ و.
پرون په دې ولسوالۍ کې هغه وخت ستونزه لویه شوه چې ځایی خلکو هڅه وکړه د شپې له لوري خپلو کورونو ته ځینې خوراکي توکي راوړي، دا خلک چې موده کېږي د خپل کلي څخه بهر نشي وتلی نور د لوږې سره مخ شوي و چې په پټه یې د شپې له خوا د ولسوالۍ څخه د بيرون نه د خوراکي توکو د راوړلو هڅه وکړه، په داسې حال کې چې دوی د شپې له لوري د ځان سره څه ناڅه يو شی رانيولي و طالبانو په غرونو کې ونيول، دوی د غرونو له لارې مواد ځکه راوړل چې په سمه لاره طالبانو نه پرېښودل خو خبر نه و چې په غرونو کې هم د طالبانو دې ته پام دی چې خلکو ته خواړه ونه رسېږي.
د جومات ملا يې په وهلو وهلو شهيد کړ
طالبانو دغه خلک د نيولو وروسته ټول يرغمل کړي دي، خوراکي توکي ېې ورڅخه اخيستي، د خلکو سپکاوی یې کړی او ځینې یې شديد وهلي ټکولي هم دي، تېره اونۍ دغلته طالبانو د کلي ملا هغه وخت په وهلو ټکولو شهيد کړ چې هغه هم هڅه کړې وه خپلې کورنۍ ته یوه لمړۍ ډوډئ راوړي.
خلک لارو کوڅو ته راوتلي
وروسته له هغه چې په دې ولسوالۍ کې طالبانو خلک د مرګ سره مخ کړل اوس نو خلکو د ډار څخه مخ اړولی دی او راوتلي د طالبانو په وړاندې یې په لاریون لاس پورې کړی دی، دغه خلک چې نور په مرګ راضي شوي و د طالبانو څخه غواړي چې د خوراکي توکو د راوړلو لپاره دې د چنارتو ولسوالۍ لارې بېرته پرانیستل شي.
په دې لاريون کې ګډون کوونکو کسانو رسنیو ته ويلي چې پخپله دنيا دومره څه نشي رانیولی چې د خپلو اولادونو ګېډه ورباندې مړه کړي، دوی وايي طالبانو تېره اونۍ ددوی ملا امام صرف پدې جرم چې د خپلو ماشومانو لپاره یې د خوراکي توکو د راوړلو هڅه کړې وه په وهلو وهلو مړ کړ، خلکو ويلي تر هغه به لاريون ته دوام ورکوي ترڅو طالبان ددې ولسوالۍ لارې خلاصې نه کړي.
که څه هم د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي دا منلې ده چې ددې ولسوالۍ لارې دوی تړلي دي خو دا خبره یې رد کړې ده چې دوی د ملا په نامه څوک وژلي وي، د بلې خوا بيا رسنیو ته د هغه ملا انځورونه هم رسېدلي کوم چې طالبانو په وهلو شهيد کړی دی، په انځورونو کې ښکاري چې د ملا پښې هم طالبانو د وهلو په جریان کې ورباندې ماتې کړې دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.