The news is by your side.

هغه کسان چې د قیامت پر ورځ به پرې وېره نه وي  

یوولس هغه کسان چې د قیامت پر ورځ به پرې نه وېره وي او نه به غمجن وي

خبریال وېب پاڼه/ موږ څنګه له هغو کسانو څخه شو چې قیامت په ورځ به نه په دوی وېره وي او نه به هم دوی غمجن وي؟

ولوله او فکر وکړه:

يقول الله تعالي:

1- فَمَن تَبِعَ هُدَاىَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزنُونَ

نو څوك چي زما د هدايت پېروي وكړي؛ نو پر هغو به څه وېره او غم نه وي

2- مَنْ ءَامَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ وَعَمِلَ صٰلِحًا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

څوك پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان راوړي او غوره عمل وکړي، د هغو اجر د هغو له رب سره دى او د هغو لپاره هېڅ وېره او غم نشته.

3- مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُۥ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَلَهُۥٓ أَجْرُهُۥ عِندَ رَبِّهِۦ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

هر څوك چي خپل ځان د خداى اطاعت ته وقف کړي او په عملي توګه ښه چلند غوره کړي، د هغه لپاره د هغه د رب په وړاندي اجر شته او پر داسې خلكو څه وېره او کړاو نشته

4- الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوٰلَهُمْ فِى سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَآ أَنفَقُوا مَنًّا وَلَآ أَذًى ۙ لَّهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

كوم خلك چي خپل مالونه د الله په لار كې لګوي او د لګښت څخه وروسته پر چا احسان نه کوي او نه ازار وركوي، د هغو ثواب د هغو د رب سره دى او پر هغوی به د قیامت پر ورځڅه وېره، غم او خپګان نشته.

5- الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوٰلَهُم بِالَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

كوم خلك چي خپل مالونه شپه او ورځ په ښكاره او په پټه لګوي، د هغو ثواب د هغو له رب سره دى او هغو ته هيڅ وېره او اندېښنه نشته

6- إِنَّ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَأَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَءَاتَوُا الزَّكٰوةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

كوم كسان چي ايمان راوړي او غوره عملونه وكړي او زكات وركړي، د هغو ثواب بې شكه د هغو له رب سره دى او پر هغو څه وېره او كړاو نشته

7- وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِى سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوٰتًۢا ۚ بَلْ أَحْيَآءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ..

فَرِحِينَ بِمَآ ءَاتٰىهُمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِم مِّنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُون

كوم كسان چي د الله په لار کښي وژل شويدي، هغوى مړه مه ګڼئ، هغوی خو په حقيقت کې ژوندي دي، د خپل رب په وړاندي روزي مومي

څه چي الله د خپلي لوريني له مخې هغو ته ورکړي دي، پر هغه خوښ او سوکاله دي؛ او په دې ډاډه دي چې كوم مؤمنان چې له هغو وروسته په نړۍ کې پاتې دي او لا تر اوسه پورې هلته نه دي رسېدلي، د هغو لپاره هم څه وېره او کړاو نشته

8- وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ ۖ فَمَنْ ءَامَنَ وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

موږ چي كوم پېغمبران لېږو، د همدې لپاره یې لېږو چي نېکانو ته زيرى وركوونكي او د بد عمله خلكو ويروونكي اوسي. نو چي كوم كسان د هغوى خبره ومني او خپله کړنچاره سمه کړي، د هغوى لپاره هیڅ وېره او خپګان نشته

9- يٰبَنِىٓ ءَادَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ ءَايٰتِى ۙ فَمَنِ اتَّقٰى وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

اې د ادم اولادې! په ياد ولرئ، كه چيرې تاسې ته په خپله  له ستاسې څخه داسې پېغمبران راشي چې تاسو ته زما ايتونه اوروي، نو څوك چې له سرغړونه ونه کړي او خپله کړنچاره سمه کړي، د هغو لپاره څه وېره او کړاو نشته

 

10- أَلَآ إِنَّ أَوْلِيَآءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

واورئ! څوك چې د الله دوستان دي، پر هغو كومه وېره او کړاؤ نشته

 

11- إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقٰمُوا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

په باوري ډول كومو كسانو چې وويل یوازې الله زموږ رب دى، بيا ورباندې ټينګ پاتې شول، د هغو لپاره نه څه وېره شته او نه به هغوى غمجن و.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.