The news is by your side.

د غني‌ او عمران خان ترمنځ پټه معاهده افشا شوه!

خبریال وېبپاڼهد افغانستان د ولسمشريماڼۍ یوه انتهايي‌ باخبره سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې محمد اشرف غني او د پآکستان لمړيوزیر عمران خان د انټیلجنس شئېرنګ په نوم یوه داسيمعاهده کړې چې له مخې به یې د دواړو هیوادونو استخبارات له یوبل سره د یوبل هیواد ددښمنانو پټ معلومات شریکوي او هڅه به کوي چې د خپل هیواد دښمنان وپېژني.‌

په ارګ کې د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي‌ چې عمران خان ښاغلي‌ غني‌ ته ویلي ‌چې په افغانستان کې د پاکستان خلاف (۶۵۰۰) وسله وال جنګیاليپټ دې چې علاج او درملنه یې په هند کې کېږي‌ خو فعالیت په پآکستان کې کوي.‌

سرچینه وايي‌ چې عمران خان له ښاغليغني‌ نه د بلوڅ بیلتون پال ډاکتر نظر غوښتنه کړې ده.

د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې پاکستاني‌ پلاوي‌افغان لوري ‌ته داسيشواهد ورکړي‌ چې ځیني‌ بلوڅ (مجاهدین) د کندهار په عنیو مېنه کې اوسي‌او ځینو نورو د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې ځانونه پټ کړي.‌

د پاکستان دې بېشرمانه الزام ته تر دم ګړیه افغان چارواکو هیڅ نه ديرسنیز کړی،‌ خو افغان ملتپالان وايي چې په افغانستان کې د پاکستان خلاف هیڅ وسله وال شتون نه لري.‌

له ارګه د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي‌ چې پاکستانيپلاوي افغان لوري‌ته ډاډ ورکړی دی چې په په پآکستان کې د مېشتو وسله وال طالبانو خلاف به عملیات کوي‌ او د دوی استخباراتي‌ معلومات به له افغان حکومت سره شریکوي.

ورته یوه معاهده تر دې وړانديهم د پاکستاني‌ استخباراتو سره شوې وه چې د وخت د ملي‌امنیت ریس ښاغلينبیل یې مخالفت کړی وو او هغه وخت د حنیف اتمر له لوري‌لاس لیک شوې وه.‌

د افغانستان د هغه وخت د ملي‌امنیت ریس ښاغلي‌ نبیل ځکه د معاهدې له لاس لیک نه انکار کړی وو چې په باور یې طالبان پاکستان کې عام ګرزي‌او انټلیجنس معلوماتو ته یې ضرورت نشته او باید په نښه شي.

د ډېرو په باور که اشرف غني‌له دې کار نه پر شا نشي‌، ښايي د یوڅه وخت لپاره خپله واکمنيوغځوي، خو د دښمن هیواد پاکستان دښمنانو ته به زیان واړوي.

ددې نوې معاهدې د عمليکېدو پیل د راروانې ډیسمبر میاشتې له (۱۵) نېټې څخه کېږي چې د ډېرو په باور دا معاهده د پآکستان په ګټه او د افغانستان په زیان ده.

په ارګ کې د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې ولسمشر غني‌د امنیت شورا او ملي‌امنیت ادارو ته امر کړی چې ژر تر ژره د عمران خان سره د شوې معاهدې د عملي‌کولو چاروې پیل کړي.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.