The news is by your side.

کابل مېشتي د کابل امنیتي طرحه ناکامه ګڼي

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې نن د ارګ، صدارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د کابل ښار پر یو شمېر نورو مهمو ځایونو توغندي ووېشتل شول، کابل مېشتي د کابل امنیتي طرحه ناکامه ګڼي او امنیتي بنسټونه د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي بولي.

نن سهار اته بجې او پنځوس دقیقې د ارګ او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په شمول د کابل ښار پر یو شمېر سیمو ۲۱ راکټي بریدونه وشول.

کورنیو چارو وزارت وايي، د یادو بریدونو په پایله کې تر اوسه اته تنه شهیدان شوي او ۳۱ نور ټپيان شوي دي.

که څه هم طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي، خو کورنیو چارو وزارت یې د وسله والو طالبانو کار بولي.

کابل مېشتي د کابل امنیتي طرحه ناکامه ګڼي

د ارګ په شمول د کابل په مهمو برخوپه داسې حال کې بریدونه کیږي چې د کابل ښار د امنیتي تړون یا میثاق امنیتي برنامې په نوم د امنیتي طرحې د تطبیق چارو له پیل څلور میاشتې تېرېږي.

د مخفي پولیسو جوړېدل، په ښار کې د امنیتي کمرو فعالول، د امنیتي سکنرونو لګول او د سپيو په واسطه تلاشي کول په کابل کې د امنیت د ټینګښت لپاره مهم امنیتي تدابیر دي.

خو کابل مېشتي د کابل امنیتي طرحه ناکامه ګڼي او امنیتي بنسټونه د خلکو د ځان د امنیت په ټینګښت کې په بې پروایۍ تورن وي.

د کابل یو اوسېدونکي حفیظ الله خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې د کابل پر امنیتي طرحه نیوکه کوي.

هغه وویل: (( امنیتي مسوولین په ځانګړي ډول کشفي ارګانونه دې شرم وکړي چې په یوه ورځ په پلاژمېنه کې ۲۳ راکټي بریدونه کېږي.))

حکومت د روان کال په سرطان میاشت کې د امنیتي تړون یا میثاق امنیتي په نوم د کابل ښار د امنیت د ټینګښت طرحه اعلان کړه.

د دې طرحې اساسي موخه د جنايي جرمونو او ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره د خلکو او حکومت ترمنځ د ګډې همکارۍ فضا رامنځته کول وو.

د یادې طرحې د چارو له پیل وروسته د ولسمشر غني لخوا د کابل ښار د عامه نظم او امن د تامین مسوولیت لومړي مرستیال امرالله صالح ته وسپال شو.

که څه هم ښاغلي صالح ویلي چې د امنیتي تړون طرحې د تطبیق په مرسته په کابل کې د جرمونو او ترهګریزو بریدونو کچه راټیټه شوې، خو خلک د دولتي ځواکونو پر ناغېړۍ او د دغه پروګرام پر ناکامۍ سخته نیوکه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.