The news is by your side.

د فساد او ناامنیو له امله کندهار کې ۴۳ فابریکې تړل شوې

خبریال وېبپاڼه/ د دوامداره برېښنا نشتوالی، نا امني او اداري فساد  لا هم  کندهار کې  د کورنيو تولیداتو او پانګونې پر وړاندې لوی خنډونه ګڼل کیږي.

د کندهار صنعتکاران او سوداګر خبریال وېبپاڼې ته وايي، دغه ستونزي ددې لامل شوې چې له شاوخوا ۲۷۳ فابریکو څخه یې ۴۳ فابریکي وتړل شي او دغه راز د کورنيو تولیداتو پر ځای د ګاونډیو هیوادونو تولیدات وده وکړي.

افغان صنعتکار ګل نواز شیواني، چې د کندهار په صنعتي پارک کې د پایپونو فابریکه لري، وايي، کله چې بریښنا وي ۱۳۰ کارکوونکي او چې بریښنا نه وي یوازي ۳۰ کارکوونکي  ورسره کار کوي.

هغه زیاتوي: ” اوله ستونزه زموږ د بریښنا نشتون، دولتي ادارو کې پراخ اداري فساد، ناامني، د زېربینا نشتوالی او د شرعي قبالو نشتون زموږ عمده ستونزې دي.”

د  بریښنا او نا امني ترڅنګ د کورني تولیداتو لپاره د يوه باثباته مارکېټ نشتوالي هم پر کورنیو تولیداتو ناوړه اغیز کړی.

 د کندهار یو تن صنعت کار خلیل الرحمن وايي: ” مهمه خبره د بازار ده موږ تولیدات لرو خو  خرڅلاو نه لرو په هغه اندازه چې موږ تولیدات لرو په نیمه اندازه یې فروشات نه لرو .”

افغان صنعت کاران وايي، له بهر په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه  په واریدېدونکو توکیو د ګمرکي محصول کموالی یو له هغو لاملونو دی چې د کورنیو تولیداتو بازار یې خراب کړی.

کندهار کې دا مهال ۱۶۸ فابریکې فعالې او ۴۳ نورې غیر فعالې دي.

د کندهار د صنایع خوني مرستیال نعمت الله نعمت وايي، شاوخوا ۸۰ نورو پانګوالو چمتوالی ښودلی چې د سل میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي خو د بریښنا، نا امني او د فابریکو لپاره د کافي مځکو نشتوالي یې د پرمختګ په وړاندي لوی خنډونه دي.

د کندهار والي حیات الله حیات د صنعتکارانو ستونزې تاییدوي او وايي چې د ځمکې د کمښت په برخه کي د صنعتکارانو لپاره په دامان ولسوالۍ کې پر ۹۵۰ جریبه مځکه نوی ښارګوټی  جوړیږي.

ښاغلی حیات  د بریښنا ستونزي ته په اشارې وايي، چې  کندهار ته  د وارداتي بریښنا په راتګ سره او د سولري بریښنا د تخنیکي وسایلو په رارسیدو سره به د صنعتي پارکونو د بریښنا ستونزه هم حل شي.

کندهار د صنعتي فابریکو په شمول شاوخوا یو نیم سل مېګاواټه بریښنا ته اړتیا لري  چې اوس یوازي د هلمند له کجکې څخه ۱۸ میګاواټه بریښنا تر لاسه کوي، چې هغه هم وخت په وخت  په معلومو او نا معلومو سببونو پارچاویږي.

دغه راز ۱۵ مېګاواټه بریښنا په دامان ولسوالۍ کې د سولري پاور پلانټ څخه تر لاسه کیږي چې د تخنیکي وسایلو د نشتوالي له خاطره ډیر کله فعالیت نه شي کولی.

د غزني څخه کندهار ته د وارداتي برېښنا د انتقال چارې هم  چې دوه کاله مخکې پیل شوې د کرونا وبا د خپریدو سره په ټپه دریدلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.