The news is by your side.

کرونا, امریکا یې سخته را نیولې

خبریال وېب پاڼه/ د نړۍ په کچه د کرونا ویروس زیات شمېر مثبتې پېښې په امریکا کې ثبت شوې.

تر دې دمه په امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ٨٥زره او ٥ سوه ته رسیږي.

هغه شمېرې چې د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون له لوري خپرې شوې ښيي چې، تر دې دمه له کرونا ویروس ١٣٠٠ پورته کسان مړه شوې دي.

له امریکا وروسته چین او بیا اېټالیا کې د کرونا ویروس زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي.

د امریکا په نیویارک ایالت کې د کرونا ویروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي او چارواکي یې وایي، چې د امریکا په هر ایالت کې نږدې امکانات لري.

بل لور بیا د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند جوبایډن د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې، چې د کرونا پر وړاندې په مبارزه کې پاتې راغلی.

نوموړی کرونا د امریکا لپاره جدي ګواښ بولي، چې امریکا د ستر بشري ناورین پر لور روانه او ډونالډ ټرمپ د دې کړکېچ په مخنیوي کې پاتې راغلی.

په ورته مهال په هېواد دننه، د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ٩٥ پورته دي او تر دې دمه د کرونا ویروس څخه درې تنه مړه شوي.

د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په پار د افغانستان ډېر شمېر لوی ولایتونه قرنطین شوي او د ګڼې ګوڼې او تګ راتګ په ځایونو ګرځبندیز لګېدلی دی.

د هېواد په ختیځ کې پروت ننګرهار ولایت چې، له پرون ورځ راهیسې قرنطین شوی او ګرځبندیز لګېدلی، نن په کې د کرونا مثبته پېښه تأیید شوه.

په دې ترتیب هرات بیا د افغانستان په کچه د کرونا ویروس زیاتې مثبتې پېښې لري.

له دې ور ها خوا، نیمروز ولایت چې د ایران سره پر ګډه پوله پروت دی او هره ورځ ورته له ایرانه په زرګونه کډوال را اوړي، د کرونا ویروس یو مثبته پېښه په کې ثبت شوې، خو بیا هم د کرونا ویروس له جدي ګواښ سره مخ دی.

نن د کابینې له لوري په پلازمېنې کابل کې هم د ګرځبندیز طرحه تصویب شوه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.