The news is by your side.

کرونا،او ګډه مبارزه


کرونا،او ګډه مبارزه

خبریال ویب پاڼه: ما څو ځلې د رسنیو له لارې د روانې مبارزې په اړه وضاحت ورکړی دی.
تاریخي مسؤلیتونه داسې وي چې څوک یې پر وخت ادأ نه کړي مسؤله کېږي. دوستانو غواړم چې د دې موضوع په اړه تاسو ته کنډ ګزارش او واقعیتونه وړاندې کړم.
ما د حاجي محمد الکوزي سره مخکې نه پېژندل، حاجي محمد الکوزی چې اصلا د هلمند د سنګین-سروان کلا تاریخي سیمې د نسوزو کلي اوسېدونکی دی، چې نیکه ( ) په وخت کې کندهار ښار کابل دروازې ته را کډه شوی او مېشت شوی دی.
نوموړی د شا او خوا 25 کلنو را پدېخوا په یوناني طبابت کې تجربه لري. کله چې د کرونا په نوم په چین کې د 2019 کال سیپټمبر پر 30 نوی وایروس رامنځته شو. دا الهي آفت په خورا چټکۍ په ټوله نړۍ کې خپور شو او د دې بدرنګې ناروغۍ ساه تر افغانستانه هم را ورسېدله.
ښاغلي الکوزي د دې ویروس د دفع ، مخنیوي او تداوۍ لپاره 21 یوویشت ورځې تحقیق وکړ، چې د تحقیق په نتیجه کې نوموړی په دې بریالی شو چې د کرونا یوه اغېزمنه او خورا حیرانوونکې دوا جوړه کړي.
نوموړي لومړی د کندهار ولایت روغتیا ریاست ته ورغی او د یادو درملو په اړه یې ورسره خبرې وکړې. وروسته یې په کندهار کې د خپلې کورنۍ په ګډون لوموړي پړاو کې سلګونو کسانو ته د کرونا درمل ورکړله، چې ټولو ناروغانو ته الله تعالی شفا ورکړه.
د کندهار د روغتیا مسؤلینو نوموړی ناهیلی رخصت کړ او د ده لخوا جوړ درمل یې ورسره ونه منل.
بیا کابل ته راغی او د روغتیا وزارت په ګډون د پارلمان وکیلانو او نورو ډېرو سیاسیونو دروازې وټکولې، حتی ډېرو په خپلو دروازو کې د لیدنې وخت ورنکړ.
تر دې وروسته دا چې ما د کرونا سره د مبارزې بنسټ مخکې جوړ کړی و ، نوموړی د روژې په 25 مه 1399 د لومړي ځل لپاره زما سره وکتل.
دا چې د یوه مسلمان په توګه مخکې هم زه په دې باور وم چې کرونا یو الهي عذاب دی حتما به الله تعالی د دې شفا هم را استوي. ما د خبرو په پیل کې الکوزي صیب ته وویل: چې لومړی به سبحان کلینیک کې د کرونا پر مریضانو باندې د دې درملو آزموینه شروع کړو او د دې لپاره مو راجستر پیل کړ، ټولو دوستانو ته مو خبر ورکړ چې د کرونا مریضان سبحان کلینیک ته راولي.
چې په دې کې ځینې یې داسې ناروغان هم وو چې آکسیجن لاندې وو.
په افغان جاپان روغتون کې به په ورځو ورځو به بستر وو.
خو کله چې به مو دوا ورکړه، له نیم یا یوه ساعته پورې ورغېدل.
په لومړي پړاو کې کابل کې دا راجستر تر زرو تنو واوښتی. چې د ټولو مریضانو د مبایل شمېرې او آدرسونه مو له ځان سره یاداښت کړل. په دې جریان کې د کوچني اختر په شپه مو یوه اعلامیه خپره کړه. د افغانستان ملت او ټول بشریت ته مو زېری ورکړ. په همدغه شپه مو ځینې تعهدات هم وکړل چې دا کار به د الله تعالی د رضا او بشر د ژغورلو لپاره وي، افغانانو ته به دا درمل وړیا او پر بهرنیانو به پلورل کېږي. او پیسې به یې د یاد بنسټ له لارې د افغانستان پر بېوزلو او د نوي افغانستان لپاره مصرفېږي.
د دې لړۍ په بهیر کې مو ډېرې لوړې او ژورې ولیدلې. تر دې چې د مرګ ګواښونه راته وشول. خو مونږ. الله تعالی په مرسته او کومک خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.
ډېر کسان را ګډ شول، ځینو دوستانو د صداقت لاس راکړ خو ځینو بیا داسې فکر کاوه چې لنګه غوا ده او لوشه یې ، او ځینو سره مو مخالفتونه هم وکړل. د مخالفتونو علتونه یې هم معلوم دي، مونږ په لومړۍ ژمنه او هدف کې چې د خدای تعالی سره کړې وه، دا وه چې په دې کار کې به معامله ګري او سو‌ء استفاده نه وي. دا یو عظیم کار دی.
پاکو ، رښتینو، ژمنو او وطندوستو ملګرو باندې مخته وړو.
په دې لړۍ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل. او شخصا ما ورته وویل چې رئیس صیب!
دا یوه لویه ، با ارزښته او ملي مسئله ده، باید همکاري وکړې. د افغانستان ډېری سیاسینو سره مو وکتل او یا مو پیغامونه ورولېږل، د همکارۍ غوښتنه مو ځینې وکړه.
د حکومت سره ټکر هغه وخت تر مکررو ناستو بیا هم یوې پایلې ته سره ونه رسېدلو.
د روغتیا وزارت ته مو درمل د ټیسټ او کتنې لپاره ورکړل.
د دې پر ځای چې هغوی موږ وهڅوي او تشویق مو کړي، پر مونږ یې تورونه ولګول، تر دې چې د حکیم صیب څارنوالۍ ته د معرفۍ خبر یې خپور کړ.
کله چې کرونا ویروس رامنځته او خپور شو. WHO اعلان وکړ چې د نړۍهره اداره کولی شي ژر تر ژره تحقیقات وکړي. درمل یا واکسین جوړ او په مستقیم ډول یې پر انسانانو وآزمویي، چې په نتیجه کې د امریکا ولسمشر ټرمپ د ملاریا د درملو د خوړلو اعلان وکړ، په ځینو هېوادونو کې د اېډز درمل استعمال شوي، بېلا بېلو هېوادونو مختلفې دواګانې تجویز او توصیه کړې .
ځینو هېوادونو د روس په ګډون د راتلونکو وختونو لپاره نېټې اعلان کړې چې درمل به جوړوو.
خو تر اوسه پورې په نړۍ کې څوک د لس فیصده درملنې د پرمختګ تضمین نشي وړاندې کولی.
دا چې یو افغان طبیب دا ابتکار کړی او د سل سلنه تضمین خبره کوي او د هر ډول جانبي عوارضو څخه پاک درمل وړاندې کوي. بیا نو زه خپل حکومت او سیاسیونو ته حیران یم چې ولې یې نه مني?
تر دې چې د یوګانډا په نوم یو افریقایي هېواد کې یوه یوناني حکیم یا طبیب یو درمل جوړ کړ او د لس سلنه پرمختګ خبره یې کوله، دا درمل یې پر 123 تنو وازمویل یوه اندازه نتیجه یې ورکړه، ولسمشر یې نارې کړې او نړیوالو ته یې شکایت وکړ چې WHO ولې زمونږ د حکیم درمل نه تائیدوي. فقط زمونږ سره تعصب کېږي ځکه چې مونږ افریقایان یو.
ما خو دا حالت د نږدې ولیدلو کله کله ډېره لویه ناهیلي راته پیدا شي ، پر دې وطن څومره د بې رحمۍ اوبه تېرې شوي دي.
څوک د ونډو خبرې کوې ، څوک غواړي چې دا پاکه پروسه ناولې کړي.
په یوه مملکت کې چې یو څوک شا او خوا یو مېلیون تنو ته درمل ورکوي، اصلا ګناه دا ده چې په دې وطن کې مفت کار چا نه دی کړی.
یو تعداد خلک داسې فکر کوي چې دا دکوم هېواد اخوا تمویلېږي، خو زه په وجدان وایم چې په دې کار کې ملي سوداګر مرسته کوي او بس.
مونږ په لومړۍ ورځ هم ویلي وو چې,دا یوه لویه ملي مسئله ده، د دې مسئلې مالکیت

لیکوال: سردار محمد همدرد
۱۳۹۹/۴/۴

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.