The news is by your side.

له غني یوه پوښتنه ! پنجابیانو افغانستان کې څه کول؟

خبریال وېبپاڼه – دافغانستان د ولسمشري‌ پر څوکۍ ناست اشرف غني‌ ددې هیواد د هر کلتور ، ریواج ، قانون او ولسي خوښې پرته د پنجابیانو د خوشي ‌کولو فرمان ورکړ. ‌
دا پنجابیان د کبانو نیولو او تجارت ته افغانستان ته نه وو راغلي، بلکه دوی د افغانستان ورانولو ته راغلي‌وو او دلته یې د طالبانو او نورو ترهه ګرو په ملاتړ د افغان ځواکونو خلاف جګړه کوله .
دې ترهه ګرو په افغانستان کې د ولسواکي خلاف خلک پارول او د ولسواکي خلاف یې ټوپک اخیستی او افغان وژنه یې کوله .

د پنجابي‌ریاست ترهه ګر چې په افغانستان کې بندیان دي د ملي‌او امنیتي‌ځواکونو په قرباني تر زندانونو رسېدلي دي.‌
داسي‌اطلاعات هم شته دي‌چې دا ترهه ګرو کې د پنجابي‌استخباراتو او پنجابي پوځ عسکر هم موجود دي.

د ولسمشري پر څوکۍ ناست غني ‌ولي ‌ځان ته دا اختیار ورکوي چې پنجابي‌ترهه ګر خوشي کړي؟
لمړی خو اشرف غني‌د افغانستان د ټول ملت رايی نه دي ترلاسه کړې او په فریب او جوړجاړي‌د ولسمشرئ پر څوکۍ کښېناستلی دی، دوهم دا کسان چې نن یې دا ښاغلی د خلاصون فرمان ورکوي‌دده د واکمني‌پر مهال نه دي‌نیول شوي .

او که دا هرڅه شوي هم وي د افغانستان اساسي قانون، ددې هېواد ملي‌ ګټې او د افغانستان ولس ددې اجازه او مشروعیت ولسمشر غني ته نه ورکوي چې هغه قاتلين دې خوشي کړي چې د افغان سرتېرو د سر په بیه نيول شوي دي.

زموږ قاتلين دې قتل شي
دا پنجابيان دا اسلم فاروقي او نور هغه خلک دي چې زموږ هېوادوال یې په شهادت رسولي، زموږ د پوځ سرتېري یې په شهادت رسولي، زموږ خویندې یې یې وروره کړې دي، زموږ وروڼه یې بې وروڼو کړي، زموږ مورانې یې بې اولادو کړې دي، موږ یې يتيمان کړي يو، ددوی حق په موږ او دولت دادی چې په اعدام محکوم شي او اعدام شي نه دا چې سرې سترګې پاکستان ته سپارل شي.

هغه افغانه مور به اوس څه حس کوي په زړه به یې څه تېرېږي چې خپل زوی یې د همدې وحشیانو سره په جګړه کې له لاسه ورکړی دی، هغه زوی به څه تیریږي چې ددې داعش په وړاندې په جنګ کې یې خپل پلار له لاسه ورکړی دی، دوی به څه وايی چې زوی او پلار یې خپل ژوند له لاسه ورکړ د ای ایس ای وحشیان یې ژوندی ونيول خو اوس یې ولسمشر ناڅاپه د ښه نیت په نامه بېرته همدا قاتلين خوشي‌ کړل.

د څه شي ښه نيت؟
موږ د پاکستان سره د څه شي ښه نیت ښکاره کوو، ولسمشر غني څه ډول يو ښه نیت ښکاره کوي، ايا د افغانانو قاتل خوشي کول د ښه نیت لاره ده؟ بیا دا ښه نیت د څه لپاره؟ پاکستان زموږ سره څه ښه کړي دي چې اوس موږ هم ښه نیت ښکاره کړو، هغوی همدا پرون د ډيورنډ په فرضي کرښه زموږ په سرتېرو حمله وکړه، هغوی همدا پرون تورخم دروازه تړلې وه، که د هغوی په لاس کې شي نو زموږ ملت ته به یوه لمړۍ ډوډئ ورنکړي، زموږ ملت به په ټوله نړۍ کې ذليل او د هر چا د خندا کړي، دداسې یوه هېواد په وړاندې موږ د څه شی ښه نیت مطرح کوو؟

ولسمشر غني به دې ملت ته څه ځواب ورکوي؟ چې ددوی قاتلين یې ولې پریښودل، داسې کومه مجبوري وه او که صرف د قدرت جنون و او اوس یې خپل واک او د قدرت بقا له پاکستان څخه غوښتنه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.