The news is by your side.

پکتیاوالې مېرمنې: طالبان دې د ښځو د حقونو احترام وکړي

خبریال وېبپاڼه/ پکتیاوالو مېرمنو د سولې پروسه کې خپلې ورکې ونډې پسې غږ پورته کړ او له افغان حکومته یې وغوښتل چې بین الافغاني خبرو کې دې د پرېکړې نیولو رول ورکړل شي.

دوی دې ته په اشارې چې د سولې بین الافغاني خبرو کې د طالبانو مرکچي پلاوي کې هیڅ ښځه نشته، له طالب ډلې هم وغوښتل چې د سولې روانه پروسه کې د هغوی رول ته پاملرنه وکړي او د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په شان د ښځو د حقونو احترام وکړي.

دوی، چې د پکتیا په مرکز ګردېز کې راټولې شوې، له مدني ټولنې سره اړیکې او د سولې روانه پروسه کې د تصمیم او پرېکړې نیولو په برخه کې د مېرمنو حضور یې د خپلو اساسي غوښتنو په توګه یادې کړې.

پکتیاوالو مېرمنو ویلي چې د سولې سستې پروسې او په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام مجبور کړې چې د خپل غږ پورته کولو لپاره راټولې شي.

که څه هم له طالبانو سره د سولې خبرو کې د افغان حکومت له لوري د یوویشتو کسانو په ډله کې څلور ښځې دي، خو مېرمنې غږ کوي، چې د سبولیک ګډون پر ځای دې د پرېکړې نیولو رول ورکړل شي.

پکتیاوالې مېرمنې په داسې حال کې د خپلو حقونو د خونديتوب غږ اوچتوي چې پرون د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل رولا غني د افغانستان په اړه جنیوا کنفرانس کې وویل، چې طالبان لا هم د ښځو حقونو ته احترام نه لري او ناقص العقلې یې بولي.

رولا غني زیاته کړه، افغانې مېرنې د هغې سولې ملاتړ کوي، چې پکې د ښځو حقونه او اتلس کلنې لاسته راوړنې خوندي وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي هم د سولې روانه پروسه کې د ښځو پر پراخ حضور ټینګار کړی وو.

دوی ویلي، ښځې او ماشومان حق لري چې په امن کې ژوند وکړي او ټول خلک دروند مسؤلیت لري چې د سولې پروسه کې د ښځو حضور ته پام وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.