The news is by your side.

بدخشان او تخار کې د اینجې کښت ښه نتیجه ورکړې

خبریال وېبپاڼه/ د کرهڼې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت وایي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په بدخشان ولایت کې د اینجې کښت ښه نتیجه ورکړې ده.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، چې سږکال دې ولایت کې د اينجې حاصلات ۳۵ ټنو ته رسېږي.

د هغه په خبره، اينجه تر ډېره په دې ولایت کې په وحشي او طبیعي ډول شنه کېږي خو په خبره يې، د کرنې وزارت هم د اينجې د کرکېلي د سیمو په پراختیا کې عمده رول درلود.

د نوموړي په وینا، تېر کال يې د بدخشان د درایم او تیشکان په ولسوالیو کې په نږدې په ۲۵۹ هکټاره ځمکه کې د اينجې کرکېله کړې ده.

اينجه، چې یو طبي بوټی دی، د بدخشان ولایت د ډېرو ولسوالیو په غرونوکې په طبعي ډول شنه کېږي.

د کرهڼې وزارت وايي، تر دې دمه د بدخشان ولایت د طبعي اينجې د سیمو په هکله کومه دقیقه سروې نه ده تر سره شوې.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال په تخار ولايت کې هم د اينجې کښت موثره نتیجه وکړې ده.

دوی وايي، روان کال په تخار ولایت کې په ١٢٢٠هکتار ځمکه کې اينجه کرل شوې چې له هر جریب ځمکې له درې لکو تر پنځه لکو افغانۍ عواید ترلاسه کېږي.
د نوموړي په وينا په دغه ولایت کې د اينجې ٤٠٠ هکتاره تخریب ځمکه اباده او بیا رغول شوې ده.

بهر ته د اینجې لېږد

له ۲۰ ډولونو ډېر طبي بوټي له افغانستانه بهر ته ځي چې ۶۰ سلنه یې اینجه او شرین بویه دي، چې په کلیوالو سیمو کې تر ډېره غرني بوټي د خپلو تجربو له مخې د درملو په ډول کارول کېږي.

د اینجې بوی دومره تېز او تریخ دی چې د څو شېبو لپاره هم څوک په دغه زېرمه کې نه شي دریدلی.

د کلیو اوسیدونکي یې د اینجې په نوم د یوه بوټي له شیرې راټولوي، چې ظاهري رنګ یې لندو شویو اوړو ته ورته دی.

د بوی له امله یې په افغانستان کې خلک ترې ډېره ګټه نه اخلي خو د هند خلک یې په خوراکي توکو او درملو کې کاروي او له غوړیو یې د هډوکو د درد لپاره درمل جوړوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.