The news is by your side.

خلک: اندېښمن یو چې د نړۍوالو مرستې بیا حیف و میل نه شي

خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې د افغانستان په اړه د جینوا نړۍوال کنفرانس له دغه هېواد سره د ۱۳ میلیارده ډالرو ژمنه وکړه، افغانان وايي، اندېښمن دي، چې دغه مرستې د تېر په څېر بیا حیف و میل نه شي.

 جینوا دوه ورځني نړۍوال کنفرانس پرون له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ۱۳ میلیارده ډالره مشروطه مرسته اعلان کړه.

افغانان سربېره پر دې چې د جینوا کنفرانس له لارې له افغانستان سره د مرستو او له دغه هېواد سره د نړۍوالې ټولنې د اوږدمهاله اړیکو په دوام خوښي څرګندوي، بلکې اندېښمن دي چې یادې مرستې د تېر په شان بیا حیف و میل نه شي او باید لومړیتوبونو له مخې په سم ډول ولګول شي.

خلک د نړۍوالو تېرو مرستو او په هېواد کې د روان اداري فساد ته په کتو اندېښنه ښيي او وايي چې مرسته شوې پیسې باید د لومړیتوبونو پر اساس په سترو پروژو ولګول شي، تر څو د اوږد مهال لپاره ګټه ځنې واخیستل شي.

ليکوال او شنونکی اميد دلاور وايي، له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې او بېلابېلو بنسټونو پر ګڼو مرستو سربېره لا هم د دغه هېواد له نيمايي زيات خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي چې په خبره يې لوی لامل يې اداري فساد دی.

دلاور وویل، که د فساد مخه ونه نيول شي، دا مرستې به هم چندان ګټورې نه وي، فقط په شمار د ځينو کسانو له خوا به ورته مختلفې بهانې جوړې شي او خپل کاروبارونه به پرې جوړ کړي.

د جینوا کنفرانس له لارې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د ژمنه شویو پیسو د ورکړې په لسو شرطونو کې د اداري فساد مخنیوی هم شامل دی، په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د اداري فساد د لېست په سر کې ځای لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د افغانستان په اړه د جینوا نړۍوال کنفرانس ته د وینا پر مهال پر افغان حکومت غږ کړ، چې د قانون حاکمیت، خپلو نړۍوالو مسوولیتونو ته د ژمنتیا او د شفافې حکومتولۍ په برخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي.

هغه ویلي، افغان حکومت باید د فساد په مخنیوي او د اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې رښتیني ګامونه واخلي.

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمعې (مجما) افغانستان کې د نړۍوالو مرستو د ارزونې په اړه د یوې څېړنې راپور خپور کړ او ویلي یې دي، چې افغانستان سره د نړۍوالو مرستو چندان اغېز نه درلود.

دوی ویلي، د نړیوالو مرستو د اغېزمنتیا په اړه ۵۰ سلنه په دې باور دي چې یادې مرستو لږ تاثېر درلود او په وینا یې، د بشر حقونو په اړه ۸۹.۷ سلنه خلکو د بشري حقونو ضد مجرمینو د مجازات غوښتنه کړې ده.

بل خوا طالبانو له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه هیوادونو غوښتي چې له دغې ډلې سره په همغږۍ خپلې مرستې وکړي څو مرستو د حیف و میل کېدو مخه ونیول شي او د څو مشخصو کسانو جیبونو ته لاړې نه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.