The news is by your side.

د حکومت د پلاوي او حکومت ټکر

خبريال وېبپاڼه/ ارګ د خپل ټيم سره په جنجال کې دی، وروسته له هغه چې ولسمشر غني د ډېر زيات ځنډ او فشارونو څخه د سولې د بين الافغاني خبرو لپاره یو ټيم او پلاوی وټاکه اوس یې د همدې پلاوي سره ورانه شوې، د حکومت په استازولۍ د حکومت سره ټکر کې پلاوي په دوحه کې د طالبانو سره د بين افغاني خبرو په طرزالعمل باندې هوکړه کړې ده خو اوس ولسمشر ناراضه دی او وايي چې ده ته د منلو نه ده او نه يې مني.

ارګ تر مرستو پورې خاموش و
په دوحه کې میاشتې کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې اترې روانې وې نو د خبرو لپاره په يوه چوکاټ باندې دوی نه جوړېدل، خو دلته د جینوا کنفرانس وخت رالنډ شو په کوم چې د حکومت سره د مرستو د نوي کېدو خبره کېده، ددې کنفرانس ګډونوالو اعلان کړ چې مرستې به یې د سولې د خبرو د پرمختګ سره تړلې وي.

ددې اعلان وروسته د دوحې څخه داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکی په دوحه کې افغان او طالب چارواکي د خبرو په طرزالعمل باندې سره جوړ شوي دي، ارګ هم په دې هکله خاموش و.

خو کله چې د جنيوا کنفرانس پای ته ورسېد او د حکومت سره پکې ګڼې مرستې اعلان شوې وروسته د حکومت وياند صديق صديقي رسنيو ته را ښکاره شو او د طالبانو سره په خبرو کې یې هر ډول پرمختګ رد کړ.

اوس تازه د حکومت د پلاوي يوه غړي حفيظ منصور چې د جمعیت ګوند غړی دی د رسنیو سره په مرکه کې ويلي چې دوی د طالبانو سره يوې هوکړې ته رسېدلي دي، منصور ويلي چې د طالبانو سره توافق د ټولې دنيا او بين المللي ټولنې غوښتنه ده چې په وړاندې یې څوک نشي درېدلی.

منصور وايي دوی اوس د طالبانو سره پدې بحث ته تیاري نيسي چې اصلي اجنډا وټاکل شي او په مهمو مسلو خبرو پيل سي ځکه نور د خبرو طرزالعمل مشخص شوي دی.

حفيظ منصور په غیرې مستقیم ډول د ارګ د مخالفت په هکله وويل چې دی شخصاً نه دی خبر چې څوک ددې توافق مخالفت کوي، خو حقيقت دادی چې دا اوس د یوه کس او دوه کسانو د واک خبره نه ده، ټوله دنيا او نړيواله ټولنه زموږ څخه همدا غواړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.